د تېلو یوه بیرل کې ۲ ډالر کموالی راغلی

د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره د ایران له اتومي معاملې وروسته د خامو تېلو د یوه بیرل په بیه کې تر دوو ډالرو ډېر کموالی راغلی دی. د دغې هوکړې له مخې له ایران سره د یو شمېر بندیزونو د لرې کولو ژمنه شوې ده.

که څه هم ایران به تر راتلونکو شپږو میاشتو د خپلو تېلو په خرڅلاو کې د ډېر زیاتوالي راوستو اجازه ښايي و نه لري، خو کتونکي وايي، چې د دې هوکړې له لارې په منځني ختیځ کې لانجې یو څه اسانې شوې دي، چې د تېلو یوه مهمه تولیدوونکې سیمه ده.

ایران د نړۍ په کچه د تېلو د ذخیرو څلورم ستر هېواد دی او په تېرو دوو کلونو کې یې د سختو بندیزونو له کبله د تېلو صادرات ډېر کم شوي دي.