فاریاب کې د خیریه ټولنې ۵ افغان کارکوونکي وژل شوي

د یوې فرانسوۍ خیریه ټولنې پنځه تنه افغان کارکوونکي نن سهار د فاریاب په ولایت کې ووژل شول.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي د اکتید موسسې دغو کارکوونکو غوښتل چې له میمنې د المار ولسوالۍ په لور ولاړ شي د میمنې ښار له دروازې د وتلو پر مهال له کمین سره مخ شوي دي.

یو بل کارکوونکی په دغې پېښې کې ټپي شوی او دا مهال په روغتون کې دی.

امنیتي چارواکي وايي په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.

تر اوسه چا ددغې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په فاریاب کې د حکومت مخالف وسله وال فعال دي.