شمالي وزيرستان کې ډرون تازه بريد کړی

د پاکستان په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د توغنديو په بريد کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړای شوی دی.

ځايي سرچينو د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي بريد د جمعې په شپه د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا په دوه کيلومترۍ کې شوې ده.

دوی وايي د امريکا ډرون الوتکې په غره کې په يوه جوړ شوي کور دوه توغندي وتوغول، چې کور يې ويجاړ کړ.

په دغه بريد کې د دوو کسانو د وژل کېدو په اړه خبر ورکړای شوی، خو نه ده معلومه وژل شوي څوک دي.