نمېبيا کې د لادرکه شوې الوتکې لټون روان دی

په نمیبیا کې د موزمبیق هوايي شرکت د بې درکه شوې الوتکې لټون روان دی، چې له موزمبیق نه انګولا ته د جمعې په ورځ د سفر پر مهال بې درکه شوه.

دغه الوتکه کې ۳۴ کسان سپاره وو.

د نیمیبیا په شمال ختیځه کاوانګو سیمه کې د پولیسو یوه ویاند ویلي د سیمې کلیوالو خلکو د چاودنو غږونه اورېدلي.

د نوموړي په وینا د لټون کونکو ډله د ونو بوټو په منځ کې لاره وهي، ځکه په سیمه کې سړکونه خورا لږ دي او دغه راز تېز باران ستونزه نوره زیاتوي.