نړیوال سازمانونه د اېډز نړیواله ورځ لمانځي

ټوله نړۍ کې خیریه موسسې او روغتیايي سازمانونه د اېډز ۲۵ نړیواله ورځ لمانځي.

دوي د دغې ناروغۍ په باب د عامه پوهاوي لوړولو په هدف غونډې او ناستې کوي.

د ایچ ای وي ایډز په باب د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل سېدیبي په یوه ځانګړې وینا کې ویلي د دغې وبا د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې پیل شوې دي.

خو نوموړي زیاته کړه، ننګونې، انکار او بې پروايي لا هم په موږ کې شته.

نړۍ کې له څلوېښتو میلیونو زیات کسان د دغې ناروغۍ ویروس لري.