د اوکراین مظاهرې د کودتا بڼه لري

د اوکراین لومړي وزیر مایکولا ازاروف ویلي، په دغه هېواد کې روانې مظاهرې د یوې کودتا نښې له ځانه سره لري. زرګونه فعالانو حکومتي ودانۍ کلابندې کړې او په پلازمېنې کیف کې یې مهمه څلورلارې نیولې ده.

مظاهره چیان وايي، دوی له ډېرې سړې هوا سره سره له خپلواکۍ څلورلارې نه له وتلو انکار کوي.

غږ: که د پولیسو ځواکونه دلته په خپلواکۍ څلورلارې کې زموږ د تیتولو هڅه وکړي، موږ به یې مخه ونیسو. موږ سوله ییز مظاهره چیان یو او هېڅ ډول شخړه نه غواړو. موانع مو د دې لپاره درولي چې د پولیسو مخه ونیسي او موږ خوندي کړي.