بريتانيا غواړي دکډوالو د ازاد تگ راتگ قوانين بدل کړي

د برتانيا د کورنيو وزيره تريسا مې به نن بروسلز کې د اروپايي اتحاديې دعدليې او کورنيوچارو وزيرانوغونډې ته ووايي چې بريتانيا غواړي اروپايي اتحاديې هيوادونو کې د آزاد تگ راتگ قوانين بدل کړي.د غونډې په درشل کې د وينا پرمهال هغې بي بي سي ته وويل د کارگرو بازارونو ته د اروپايي اتحاديې د نويو غړو ورتگ بايد کڼترول شي چې په وينا يې د ډله ييزې کډوالۍ مخه ونيولې شي. د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون تيره اونېد کډوالو پرکډوالو پرخوځښت د محدوديت لگولو وړانديز وکړ خو واردمخه د اروپايي اتحادېې د غړو هېوادونو له لورې رد شو.