دامريکا مرستيال ولسمشر ددفاع پر زون له چينايي چارواکو سره خبرې کړي

د امريکا مرستيال ولسمشرجوبايډن وايي له چينايي چارواکو سره يې د چين له لوري د چين په ختيځ سمندرکې د دفاع د جوړې شوې سيمې په اړه مخامخې خبرې کړې دي. د چين له ولسمشرسره تر خبرو وروسته دوينا پرمهال ښاغلي بايډن وويل د دفاع دغې سيمې وېره رامنځ ته کړې ده .

چين وايي دغه گام يې له نړيوالو قوانيونو سره سمون لري.

بيجينگ تيره مياشت د دفاع دغه هوايي سيمه اعلان کړه او وايي هغه الوتکې چې له دغې سيمې تېرېدل غواړي بايد مخکې له مخکې خپل پلان له دوى سره شريک کړي. خو امريکا ، جاپان او سويلي کوريا دغه سيمه رد کړه او له اعلان پرته يې پوځي الوتکې پردغې سيمې الوتنې وکړي.