د يمن دفاع وزارت کې موټربم چاودنه شوې ده

له يمن څخه رپوټونه وايي چې پلازمينه صنعا کې د دفاع په وزارت کې يو موټر بم چاودنې څو کسان وژلي دي. عيني شاهدان وايي له چاودنې وروسته نښتې او ډزې هم شوي دي. د دفاع وزارت يوې سرچېنې ويلي دي چې چاودنې شاوخوا شل کسان يا وژلي اوياهم ژوبل کړي دي. تراوسه نه ده څرگنده چې کومې ډلې به دغه چاودنه کړې وي.