مومندو کې پنځه پاکستاني سرتېري ټپيان شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي وګړي وايي، تر پېښې وروسته د ملېشه ځواک ګڼ سرتېري د پېښې ځاي ته ورسېدل او سیمه يې په ولکه کې واخیسته

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې مومندو ايجنسۍ چارواکي وايي، هلته د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په بمي چاودنه کې لږ تر لږه پنځه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د مومندو پوليټيکل دفتر یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، پر امنيتي سرتېرو دغه ماين برید د یکشنبې په ورځ (۱۶ اکتوبر) د ساپیو په علینګار چمرکنډ سیمه کې شوی دی.

د دغه چارواکي په خبره د پاکستان امنيتي سرتېري هلته د معمول په څېر په ګزمه و، چې له بلال نومي جومات سره څېرمه ورباندې د ماين چاودنه وشوه.

د چارواکو په خبره تر برید وروسته د ملېشه ځواک دا ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي، چې د ټولو ټپي شويو حالت ډاډمن ښودل شوی دی.

ځايي وګړي وايي، تر پېښې وروسته د ملېشه ځواک ګڼ سرتېري د پېښې ځاي ته ورسېدل او سیمه يې په ولکه کې واخیسته.

مومندو کې ګرځبندیز، د مړو شمېر ۳۰ ته ورسېد

له ډيورنډ کرښې سره نژدې اووه "اورپکي" وژل شوي

د جماعت الحرار په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د قبایلو مومندو سیمه چې له تېر څه وخته راهیسې په کې د پاکستان پرامنيتي ځواکونو او د هغوی پر ملاتړ کوونکو د سولې کومېټۍ پر غړیو بریدونه کېږي.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په قبايلي سیمو کې په دې وروستیو کې امنيت تر پخوا لږ څه ښه شوی، خو په مومندو کې حالات لاهم ښه نه يادېږي.

د نورو قبايلي سیمو په څېر مومند هم یوه داسې ځای دی، چې په کې د پاکستان پوځ بیا بیا عمليات کړي او د دغو عملياتو د بریا ادعا يې هم کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب