د پاکستان پوځ: د هندي سرتېرو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان پوځ وايي، ټوله شپه په سیمه کې ډزې روانې وې.

د پاکستان پوځ وايي، د هند له لوري په کنټرول کرښه د بې دلیله ډزو په پایله کې یو کلن ماشوم او یو بل ولسي وګړی وژل شوي او اوه کسان نور ټپیان دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، دا پېښه تېره شپه شوې ده.

د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي "د پنجاب رېنجرز ځواکونو د کنټرول کرښې په دریو سیمو کې د هندي سرتېرو دې ډزو ته غاښ ماتوونکی ځواب ور کړی دی."

د پاکستان پوځ دا هم وايي، چې ډزې ټوله شپه روانې وي.

د پېښې ټپیان د سیالکوټ پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ وايي، سرحدي ځواکونو د هند ډزو ته سخت ځواب ور کړی دی.

له دې مخکې تېره اونۍ د هند سرحدي ځواکونو ویلي و، په جمو سیمه کې یې په عملیاتو کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (رېنجرز) اوه سرتېري وژلي دي.

د پنجاب رېنجرز ویاند جګړن وحید له بي بي سي سره په خبرو کې د نوي ډېلي دا دعوه رد کړه او ویې ویل، چې داسې پېښه نه ده شوې.

د هند تر واک لاندې کشمیر په اوړي کې پر پوځي اډه له برید او له هغه وروسته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هند له خوا د عملیاتو له دعوې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي نور هم خراب شول.

دواړه لوري له دې پېښې وروسته پر یو بل د اوربند د سرغړونو تورونه لګوي.