د مېنو په کچه د امن کمېټو د جوړولو غوښتنه هم وشوه

د انځور حقوق EPA
Image caption د بلوچستان د برید د ډېرو قربانیانو ډله ییزه جنازه وشوه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د وسلوالو له برید وروسته په دغه ایالت کې د امنیت ارزولو غوښتونه شوې ده.

دا برید د سې شنبې په شپه وشوه، ۶۰ پولیس او یو پوځي پکې وژل شوي او تر ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي، چې د ۲۰ کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دې برید مسوولیت داعش او نورو وسلوالو ډلو منلی دی.

په بلوچستان کې د چهارشنبې په ورځ هم کار بندیز و او پر دولتي ودانیو بیرغونه نیم ځوړند دي.

له دې پېښې وروسته د بلوچستان سرمنشي په یوه لیک کې ویلي، چې د ایالت امنیت دې له سره و ارځول شي.

* غني: په کوټه کې د پولیسو پر مرکز برید د ترهګرو کار دی

نوموړي دا هم په ځايي کچه دې د امن کمېټو د جوړېدلو او د ولسوالیو په کچه د څارګرو شبکو د لا فعالېدلو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې په مهمو دولتي سره دې د چټک غبرګونو ځواکونو ترڅنګ سرحدي ځواکونه هم وګومارل شي او د ایالتي شورا او نورو دولتي ودانیو امنیت دې سخت کړل شي.

د کوټې د سوداګرو ټولنې په غوښتنه د چهارشنبې په ورځ په ټول ښار کې کاربندیز دی.

په پېښه کې د وژل شویو کسانو مړي خپلو پلرنیو سیمو او کوټه کې خاورو ته وسپارل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د مهمو او دولتي ودانیو د امنیت زیاتېدلو غوښتنه هم شوې ده.

ورته مطالب