اسلام اباد له هنده د پاکستاني ډیپلوماټ پر اېستلو اعتراض وکړ

Image caption د پاکستان لوی کمېشنر وايي، پاکستاني ډېپلوماټان هیڅ وخت هم په داسې چارو کې ښکېل نه دی.

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان یو ډیپلوماټ یې د جاسوسي په تور نېولی او ورسته خوشی کړی دی.

په پاکستان کې چارواکو پر هندي حکومت له دې امله اعتراض کړی چې د دغه هېواد ډیپلوماټ یې ناسم شخص بللی او له هند د وتلو امر یې ورته کړی دی.

د نوي ډیلي د پولیسو د جنايي څانګې یوه مشر رویندر یاداو د پنجنشبې په ورځ خبرغونډې ته وویل، پاکستانی ډيپلوماټ محمود اختر یې د چهارشنبې په ورځ د پوښتنو ګروېږنو لپاره څو ګړۍ نیولی او وروسته خوشی کړی دی.

د هغه په خبره، دغه پاکستانی ډیپلوماټ یې پرون سهار هغه مهال ونیو چې د ډېلي په چړیا ګر(ژوبڼ) سیمه کې یې د راجستان دوو ځایوالو ته په سرحدي سیمو کې د پوځ د تجهیزاتو او بوختیاو په تړاو ځینې اسناد ور کول.

امنیتي چارواکي وايي، له شپږ میاشتو راهیسې یې محمود اختر څاره.

دوی وايي، په لومړیو کې محمود اختر وویل، چې د پخواني ډېلي د سرې څا (لال کنوایي) سیمې اوسېدونکی دی او په دې برخه کې یې ځینې هندي اسناد هم وړاندې کړل، خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی پاکستانی دی.

* پاکستان او هند

* جګړه او ادب او هنر

روندر یادو وايي، وروسته یې د بهرنیو چارو وزارت سره تماس ونیو او هغوی تایید کړه چې نوموړی د پاکستان لوی کمېسون کې دنده لري، ډیپلوماټیک امتیاز لري "ځکه یې وروسته خوشی کړ".

له بلې خوا اسلام اباد کې چارواکي وايي، د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان لوی کمېشنر ور بللی او په دې تړاو یې له خبرو وروسته ورته ویلي، چې محمود اختر دې د اکتوبر تر ۲۹ له هند ووځي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هندي چارواکو دغه پاکستانی ډېپلوماټ د بې بنسټه ادعاوو له مخې نیولی خو د لوی کمېشنر په منځګړتوب له دریو ساعتونو وروسته خوشی شوی دی.

په هند کې د پاکستان لوی کمېشنر عبدالباسط د محمود اختر په تړاو د هندي چارواکو دا تور ردوي او وايي، پاکستاني ډېپلوماټان هیڅ وخت هم په داسې چارو کې ښکېل نه دي چې د نړیوالو اصول سره په ټکر کې وي.

* هند د پاکستان پولې ته څېرمه 'بمباري' کړې

* هند: دوو کلونو کې به له پاکستان سره بشپړه پوله وتړو

په بیانیه کې د پاکستاني ډېپلوماټ په تړاو د هند تور رد شوی او د محمود اختر نیول او له هغه سره چلند غندلی دی.

پاکستان د هندي چارواکو دا ګام د سفارتي ادابو په تړاو د ویانا کنونسیون د اصولو خلاف ورزي بللې ده.

په ورته مهال د ډېلي پولیس وايي، پر پاکستاني ډېپلوماټ سربېره یې د راجستان دوه اوسېدونکي مولانا رمضان خان او سهباش جهانګړ هم نیولي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

دوی دا هم وايي، د دې کسانو په نیولو سره یې د څارګرۍ له یوه جال پرده پورته کړه، چې له مخې به یې اړوند نور کسان هم ونیول شي.

ورته مطالب