خټګ: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي د سخت دریځو ډلو ټپلو تفکر یو دی خو نومونه بدلوي

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي تر هغه چې "یوه جهادي پروژه " موجوده وي او د "پاکستان ځینې دولتي محافل" د هغوی ملاتړ کوي، سخت دریځې ډلې به په بېلابېلو شکلونو کې لکه القاعده، طالبان یا داعش راپورته کېږي.

ښاغلي خټک چې د پاکستان د مشرانو جرګي پخوانی غړی هم ؤ له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د سخت دریځو ډلو ټپلو تفکر یو دی خو نومونه بدلوي او داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی.

دا چې افغانستان کې اویایمې لسیزې کې مجاهدینو پاکستان کې وسلې ترلاسه کړې او د هغه مهال د دولت او روسانو پر وړاندې راپورته شول، تر هغوی وروسته طالبان د جهادي تنظیمونو پر ضد جګړه پیل کړه او اوس داعش نومې ډله د ټولو یادو ډلو او افغان دولت پر وړاندې جنګېږي، ښاغلی خټک دې ټولو ته د "جهادي پروژې " نوم ورکوي.

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز وروستي برید ته غبرګون کې وغوښتل چې د پېښې سمه پلټنه دې وشي.

ملي عوامي ګوند وايي 'پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي'

'داعش' کوټه کې د پولیسو پر مرکز د برید پړه منلې

د ده په آند د پښتنو له منځه وړل او پر دوی بریدونه تصادفي نه دي او د ترهګریزو بریدونو ترشا چې د ده په خبره د جهادي پروژې یوه برخه ده د پنجاب لاس دی.

خو پاکستاني حکومت تل داسې تورونه رد کړي او وايي، دغه هېواد پخپله د ترهګرۍ قرباني دی. پاکستان د هغو وسلوالو بریدونو یادونه د بېلګې په توګه کوي چې په کې ګڼ ملکي کسان وژل شوي.

ترهګرۍ سره د نړیوالو کلکې مبارزې ته په اشارې ښاغلي خټک وویل دا چې پاکستان ته هم شونې نه ده چې "جهادي پروژه " په یوه نوم روانه وساتي، نو ډېری مهال وسلوال هماغه وي خو نومونه یې بدلېږي.

خټک- د اقتصادي دهلېز نوې نقشه پښتونخوا بې برخې کوي

د افغان کډوالو شړل ''خبره دښمنۍ'' ته وړي

د ښاغلي خټک په وینا "پاکستان کې د ټي ټي پي په نامه د طالبانو یو سازمان موجود ؤ، هغه چې یې بند کړ، هغوی ځان نه داعش جوړ کړ. ختیځ افغانستان کې، اچین، نازیان او کوټ ولسوالیو کې چې داعش دی، اتیا سلنه یې د پاکستان له قبایلي سیمو تللي. دوی کې ډېری د اورکزو، خیبر، مومندو او باجوړ خلک دي ".

د ښاغلي خټک په آند د منځني ختیځ هېوادونو کړکېچ پر افغانستان او پښتونخوا نېغ په نېغه اغېزه کوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
خټګ کوټه کې وروستیو بریدونه ته په غبرګون کې وویل دغه بریدونه تصادفي نه دي

افراسیاب خټک وايي، هر څومره چې پر داعش نومې ډلې منځني ختیځ کې د فعالیت ساحه تنګېږي، دې خواته راځي، ځکه دلته د داعشي تفکر لپاره بستر شته او پلویان لري.

سیمه کې د ستونزې د آوارۍ لپاره د ښاغلي خټک وړاندیز دی چې پاکستان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او له ترهګرۍ سره باید رښتیانۍ مبارزه وکړي. د ښاغلي خټک په وینا تر هغه چې حاکم ذهنیت ژوندی وي افغانستان او پاکستان کې به کرکېچ روان وي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو له خرابېدو راوروسته، پاکستان افغان دولت ته ګوته نیسي چې هند ته موقع ورکوي د افغانستان له لارې پاکستان کې لاسوهنه وکړي.

پاکستان د افغانستان د ملي امنیت اداره هم دغه هېواد کې پر نا امنیو تورنوي خو افغان دولت د پاکستان تورونه رد کړي او ترهګریز بریدونه یې غندلي دي.

اړونده مطالب