افراسیاب خټک: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خټک: تر هغه چې جهادي پروژې وي، توندلارې ډلې به په بېلابېلو بڼو راپورته کېږي

د پښتنو ملتپاله عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسیاب خټک وايي تر هغه چې جهادي پروژې وي او په وينا يې د پاکستان ځینې دولتي کړۍ د هغوی ملاتړ کوي، توندلارې ډلې به د القاعدې، طالبانو یا داعش په څېر په بېلابېلو بڼو او شکلونو راپورته کېږي.