عمران خان: د لاریونوالو په ضد د پولیسو چلند ایالتي تعصب پاروي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکومت د لاریونوالو د مخنیوي لپاره پر پلونو کانټینر ایښي او سړکونو کې یې سیمټي دېوالونه

د پاکستان تحریک انصاف د اسلام اباد د سترې محکمې د دې پرېکړې په ضد د استیناف غوښتنه کړې چې د حکومت په خلاف لاریون یې محدود سیمه کې پاتې کېدل غواړي.

د اسلام اباد سترې محکمې پرېکړه کړې چې د نومبر پر ۲ د عمران خان په مشرۍ د حکومت ضد لاریون په ځانګړې سیمه کې محدود پاتې شي.

محکمې پر امنیتي چارواکو غږ کړی چې د مظاهرې په مهال د عمران خان د پلویانو له خوا د ښار بندولو مخنیوی وکړي.

خو د عمران خان پلویانو د استیناف غوښتې سره ویلي، چې تحریک انصاف د پاناما لیکس په تړاو په سوله ییز ډول غږ پورته کول غواړي او په دې برخه کې د اسلام اباد سترې محکمې د دوی دریځ نه دی اورېدلی.

په درخواست کې ویل شوي چې ستره محکمه دې د اسلام اباد محکمې دا پرېکړه ناقانونه کړي.

له بلې خوا د پښتونخوا د سر وزیر پروېز خټک په مشرۍ اسلام اباد ته تلونکی کاروان بېرته صوابۍ ته ګرځېدلی دی.

دغو کسانو غوښتل چې د نومبر په ۲ په لاریون کې برخه واخلي، خو د پولیسو له سخت چلند او اوښلن ګاز وروسته شاتګ ته اړ شول.

تحریک انصاف وايي، پولیسو د دوی پر پلویانو سخت ګاز ګارولی چې له امله دوه کسان وژل شوي هم دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تحریک انصاف وايي، د پولیسو په برید کې یې دوه کسان وژل شوي هم دي.

د دې ګوند یوه مهم غړي محمود شاه قریشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پر یوه ټاکلي سر وزیر د بل ایالت سروزیر برید وکړ.

عمران خان له خپلو پلویانو سره د حکومتي ځواکونو دا چلند غندلی او د ایالتونو ترمنځ د تعصب رامنځ ته کېدلو سبب یې بللی دی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ له خپل استوګنځي بهر خبریالانو ته وویل، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو د اوښلن ګاز داسې ډزې کولې، لکه د دښمن له پوځ سره چې مخ وي.

* ډان: د نواز شریف ضد لاریونونه له کنټروله وتونکي دي

* ''عمران خان نور نه شي هېرېدلای''

خو په دا مهال د پروېز خټک په مشرۍ کاروان بیا د سې شنبې په ورځ اسلام اباد ته د تللو دوه ځلي هڅه کوي.

دا کاروان د دوشنبې په ورځ اول له اټک سره نږدې په هارون اباد پل کې او بیا په برهان انټرچېنج سیمه کې له خنډونو سره مخ شو او د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې صوابۍ ته د ستنېدلو پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق .
Image caption د اسلام اباد ستره محکمه د عمران خان لاریون په محدوده سیمه کې پاتې کېدل غواړي.

ورته مطالب