امنيسټي، د شربت ګلې د اېستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه غندلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستانۍ محکمې شربت ګلې ته د ۱۵ ورځو سزا واوروله.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان هغه پرېکړه غندلې چې افغانه شربت ګله له دغه هېواده شړي. په پام کې ده شربت ګله د دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.

نن جمعه د نومبر په څلورمه پاکستانۍ محکمې شربت ګلې ته د ۱۵ ورځو سزا واوروله.

نوموړې اوس په روغتون کې ده او د ۱۵ ورځو سزا موده یې په دوشنبه پوره کېږي.

شربت ګله به دوه ورځې وروسته کابل ته واستول شي

''محکمه دې شربت ګله خوشې، زړونه دې وګټي''

پاکستانۍ محکمې د شربت ګلې ضمانت رد کړ

د سویلي اسیا لپاره د امنسټي انټرنېشنل مشره چمپا پټېل وايي "د پاکستان هغه پرېکړه، چې شربت ګله له خپله هېواده شړي یوه لویه بې عدالتي ده. تر لسیزو پورې شربت ګله د کډوالۍ د سمبول په توګه پېژندل کېده او ورسره پاکستان د یوه مهربان کوربه هېواد په توګه مشهور و. "

نوموړې وايي "خو اوس چې دغه هېواد شربت ګله داسې یوه هېواد ته شړې، چې هغې له کلونو راهیسې نه دی لېدلی او ماشومانو یې له سره نه دی لیدلي، له افغان کډوالو سره د پاکستان ظالمانه رویه ثابتوي".

شربت ګله له نژدې دېرشو کلونو راهیسې پاکستان کې اوسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان وايي، شربت ګله باید د بشري خواخوږي پر بنسټ له پاکستانه و نه شړل شي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې، د خیبرپښتونخوا ایالت له اعلی وزیر او ایالتي حکومت نه غوښتي، چې د بشري خواخوږي پر بنسټ شربت ګله افغانستان ته و نه شړي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال بي بي سي ته وویل؛ شربت ګله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به کابل کې شربت ګلې سره وګوري، او هېواد کې د بېرته ځای پرځای کېدو کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د انځور حقوق ULRICH PERREY
Image caption د اکتوبر په ۲۶ نېټه شربت ګله د پاکستان فدرالي څېړنیزې ادارې نیولې وه

ښاغلي زاخېلوال پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي و چې، د ښکلو شنو سترګو لرونکې مشهوره افغان مېرمنه له "خواشینوونکي وضعیت" نه خلاصه شوې.

مېرمن پټېل وايي "له پولې هاخوا د یوه خونړي بحران غېږې ته په زور د افغان کډوالو ټیل وهل په خپله خوښه د کډوالو تګ له اصولو نه د پاکستان سرغړونه ده."

نن د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د فساد ضد او کډوالۍ چارو یوې ځانګړې محکمې امر وکړ، چې شربت ګله به له پنځلس ورځني زندان او جریمې ورکولو وروسته افغانستان ته استول کېږي.

د اکتوبر په ۲۶ نېټه شربت ګله د پاکستان فدرالي څېړنیزې ادارې د پېښور په نوتیا سیمې کې له خپله کوره د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې لرلو په تور نیولې وه.