پاکستان: پنجاب کې مو د داعش دوه اورپکي نیولي

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني چارواکو له القاعده سره د تړلو وسله والو د وژلو ادعا کړې

پاکستاني پولیس وايي، د پنجاب ایالت ترهګرۍ ضد څانګې یې له "اسلامي دولت" نومې اورپکې ډلې سره د تړاو لرلو په تور دوه مشکوک کسان نیولي دي دي.

سرچینه وايي، دغه مشکوک کسان په سرګودها ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

پولیسو د نیول شویو نومونه ذیشان محبوب الرحمن او زاهد الرحمن حیدر ښودلي دي.

پاکستاني چارواکو له القاعده سره د تړلو وسله والو د وژلو ادعا کړې

د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې ویاند ویلي، دواړه نیول شوي کسان سرګودها کې د ایکسپریس مېډيا ګروپ پر دفتر په برید تورن دي.

ویاند زیاتوي، کله چې دوی ته د دغو مشکوکو کسانو د اوسېدو په اړه راپور ورغی، سم لاسي یې پر عملیاتو لاس پورې کړ.

دوی وايي، د سرګودها چونګۍ ۹ سیمه کې د نیول شویو د اوسېدو په کور کې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.

پنجاب کې د 'لشکر جنګوي' بنسټګر وژل شوی

ورته مطالب