اسلام اباد کې د ۲ تښتېدلو پولیسو د نیولو هڅه روانه ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اسلام اباد کې د ترهګریزو پېښو له زیاتېدلو وروسته پوستې زیاتې شوې.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په تر ټولو امن رېډ زون سیمه کې د یوې پوستې د دوو پولیسو د نیولو هڅې روانې دي، چې ویل کېږي د ایوي کورنۍ له "وېرولو" او "نغدو پیسو" تر اخیستلو وروسته تښتېدلي دي.

پلټونکی افسر عمران حیدر و ايي، تېره یکشنبه دغو دوو پولیسو د رېډ زون په کشمیر چوک کې له امریکا د ستنې شوې کورنۍ موټر ودراوه چې درې سړي او یوه ښځه پکې سپاره وو.

د دغو پولیسو په ضد عریضه کوونکي ویلي، پولیسو د دې کورنۍ له بکس اته سوه ډالر پورته کړل، خو وروسته یې سل ډالر ترې ستانه کړل او نور یې ور وسپارل.

عمران حیدر وايي داړوه پولیس د فیصل اباد دي او له دې پېښې وروسته تښتېدلي دي، خو د نیولو هڅې یې لا هم روانې دي.

د نوموړي په خبره، له پوستې سره نږدې کمرو د دې پولیسو انځورونه اخیستي او دا ښي چې یو کس پکې پوستې ته ننوځي، خو دا معلومه نه ده چې په پوسته کې څه کېږي.

د دې زیانمنې کورنۍ یو نږدې خپلوان له نوم ښودنې پرته بي بي سي ته ویلي، چې ترور او ترورزی یې له ۲۰۰۰ کال وروسته بیا له امریکا اسلام اباد ته راغلي وو، کله چې تېره یکشنبه ټیکسلا ته تلل نو دا پېښه ور سره وشوه.

دغه کس وايي، پولیسو اول موټر ودراوه، پر موټروان یې تور پورې کړ چې نشه يي دی. بیا یې د ده ترورزی پوستې ته ننوېست: " د هغه جامې یې تلاشي کړې، بیا پولیسو په موټر کې زما د ترور بکسه تلاشي کړه، اته سوه ډالر یې پورته کړل، زما ترورزی یې وګواښه ۷۰۰ ډالر یې ور کړل او د تللو یې ورته وویل".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم اوس په اسلام اباد کې د ترهګریزو پېښو ګواښ کم شوی، خو لا هم ډېرې امنیتي پوستې شته.

په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو په زیاتېدلو پسې د پلازمېنه اسلام اباد پر مختلفو سړکونو د پولیسو پوستې جوړې شوې، که څه هم اوس ځینې کمې شوې، خو لا هم ډېرې شته.

په رسنیو کې خلک شکایتونه کوي چې دا پوستې یې وېروي، ان وايي، چې په موټرو کې له ناستو جوړو د نکاح لیک غوښتنه کېږي او یا هم کله کله د نارینه وو خولې بوی کېږي.