پاکستان: د هندي ځواکونو په ډزو کې " ۷ کسان" وژل شوي
د هندي کشمیر په اوړي کې پر امنیتي ځواکونو له برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي نور هم خراب شول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، هندي ځواکونو د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر په نیلم دره کې ۷ ولسي وګړي وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، هندي ځواکونو د دې کسانو پر موټر ډزې کړې دي.
پوځ وايي، کله چې امبولانس د ټپیانو د لېږدولو لپاره د پېښې ځای ته ورسېد، بیا هم هندي ځواکونو ډزې پر وکړې.
له دې مخکې هم د پاکستان پوځ ویلي وو، چې هندي ځواکونه د کشمیر په مختلفو سیمو کې ډزې روانې ساتي او په دې بریدونو کې ولسي استوګنځي په نښه کوي.
د دوی په خبره، هند پر شاه کوټ، جورا، بټل، کریلا، باغ او ګرمه چشمه سیمو بریدونه کوي.
پاکستانی پوځ وايي، چې په ځواب کې دوی هم د هندي ځواکونو پوستې په نښه کوي.
د هندي کشمیر په اوړي کې د هندي ځواکونو پر مرکز له برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ په کنټرول کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او کله کله پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم پاکستان هند د شپږو ولسي وګړو پر وژنه تورن کړل او له نوي ډېلي یې وغوښتل چې د اوربند تړون ته درناوی وکړي.
دواړه هېوادونه یو بل د اوربند تړون په خلاف ورزۍ تورنوي.
د ډزو او بریدونو له امله په کنټرول کرښه او شاوخوا سیمو کې ځايي خلک وېرې په مخه کړي او ان ځینې نورو سیمو ته لېږدېدلي دي.
هندي ځواکونه د کشمیر په کنټرول کرښه کې.