په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

د انځور حقوق .
Image caption په دې فیسټیوال کې د نورو سیمو مېرمنو هم ګډون کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د درخانۍ په نوم دوه ورځنی کلتوري فیسټیوال جوړ شوی.

په دې فیسټیوال کې پر سوات سربېره د نورو سیمو ډېرو مېرمنو هم ګډون کړی دی.

په دې فیسټیوال کې د مختلفو ډولونو ماډلونه نندارې ته وړاندې شوي، د ټنګټکور پروګرامونه هم شته.

* مډونا د سوات ملاله وستايله

* سوات کې هنري نندارتون پرانیستل شو

* د سوات مېرمنو جرګه، د ستونزو حل لار

د ځايي حکومت په همکارۍ مختلفو ډلو دا کلتوري مېله جوړه کړې ده.

په فیسټیوال کې د مېرمنو لپاره ډول ډول جامې، چې په هغو کې لاسي صنایع، سواتی شال او د خوراک څښاک څیزونو بېلګې هغه څه دي چې د ښځو پام یې ځان ته اړولی دی.

د فیسټیوال جوړوونکي وایي، موخه یې خلکو ته د کلتوري میراثونو پوهاوی ور کول او نړۍ ته د سولې پیغام رسول دي.

د انځور حقوق .
Image caption په درخانۍ کلتوري فیسټیوال کې اتڼ هم وړاندې شو.

دې فیسټیوال ته یوې راغلې مېرمنې بي بي سي ته وویل: " کلتوري جشن د سولې او زغم غوره بېلګه ده، موږ تل سوله پال او د کلتوري میراث ساتونکي یو، خو له بده مرغه له څه مهال راهیسې د ترهګرۍ له امله د بد امنۍ په منګولو کې ګیر یو ".

* د سوات وروستی شهزاده اورنګزیب ومړ

* د ښکلي سوات د ګرانبيه کاڼو حال

* د برتانيا ملکه مې په سوات کې وليده

د هغې په خبره: "طالبان تر ټولو ډېر پر ښځو ظلم کړی، هغوی یې په کورنو کې بندې کړې، د نجونو زدکړې یې منع کړې، که څه هم دا حقیقت دی چې د دوی ظلم اوس هم زموږ په ذهنونو کې شته، خو بیا هم ځانونه د دوی له وېرې پرته او په امن کې وینو"

د انځور حقوق .
Image caption په ددرخانۍ کلتوری فیسټوال کې د نورو ایالتونو د مېرمنو توکي هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

په سوات کې د ښځو شورا سلاکارې او کلتوري کمېټې مشرې نسیم اختر د دې فیسټیوال پرانیسته وکړه.

هغې بي بي سي ته وویل: "دا په خپل ډول کې لومړنی فیسټیوال دی چې په سوات کې د مېرمنو لپاره جوړېږي. په ټپریو( غرفو) کې پلورونکې او پېرونکې ټولې ښځې دي. په دې جشن کې د پاکستان د نورو ایالتونو ښځو هم ټپرۍ لګولې دي".

د هغې په خبره، د فیسټیوال جوړولو موخه نړۍ ته دا پیغام رسول دي چې سوات په امن سیمه ده او اوسېدونکي یې له سولې سره مینه لري.

دا دوه ورځنۍ کلتوري مېله به د نومبر تر ۲۷ روانه وي، لومړۍ ورځ یې مېرمنو ته ځانګړې شوې وه، دویمه ورځ یې کورنیو ته بېله شوې ده. په دې جشن کې دودیز اتڼ هم کېږي او ځايي موسیقي هم په پام کې نیول شوې ده.