له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو طریقه "ناروا ده"

افتخار حسین
Image caption ښاغلي افتخار حسین وویل عوامي نشنل ګوند هر وخت د پاکستان د رژیمونو د هغو پرېکړو پر وړاندې غږ پورته کړی چې تاوان یې افغانانو ته رسېده.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسین بي بي سي سره یوې ځانګړې مرکه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر څرنګوالي کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل "اوس چې د پاکستان موخه پوره شوه نو کډوال په بې عزتۍ باسي."

ښاغلی افتخار حسین وايي په کوم ډول چې افغان کډوال له پاکستانه اېستل کېږي " ناروا طریقه ده".

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي، افغان کډوال به وشړو

ویډیو په پاکستان کې د افغان کډوالو برخليک

پاکستاني چارواکي وایي دوی له افغان کډوالو سره د قانون په چوکاټ کې چلند کوي او د ملګرو ملتونو ادارې سره د کډوالو په ستنولو کې همغږي لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان کډوالو مشران وايي د پاکستان حکومت غواړي هم په نړېواله کچه خپل ځان له بدنامۍ وساتي او هم افغان کډوال خپل هېواد ته تللو ته مجبور کړي.

وړاندې د پاکستان حکومت کډوالو ته د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت پورې په دغه هيواد کې د اوسېدو وخت ټاکلی ؤ.

پاکستان افغان کډوالو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی

پاکستان وايي افغان وضعيت ښه شوى کډوال بايد ورستانۀ شي

میا افتخار حسین وايي له لومړي سره پاکستان ته د افغان کډوالو تګ سره موافق نه ؤ، ځکه چې د ده په وینا د افغانانو په وتلو " یو پرمختګپال او انقلابي حکومت کمزوری کېده او د امریکا غوښتنه ترسره کېده".

د ښاغلي حسین په وینا عوامي نشنل ګوند هر وخت د پاکستان د رژیمونو د هغو پرېکړو پر وړاندې غږ پورته کړی چې تاوان یې افغانانو ته رسېده.

د پاکستان حکومت بیا وايي چې دوی څو لسیزې افغان کډوالو ته پناه ورکړه او اوس یې وخت رارسېدلی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

Image caption ښاغلی حسین وایي "قومونه پولو ته اړتیا نه لري او کرښې یې نشي سره بېلولی."

ښاغلي افتخار حسین ۱۹۷۰مو کلونو کې پاکستان ته د زرګونو افغان کډوالو د کوچېدو او اوس له دغه هېواده د اېستلو پر څرنګوالي وغږېد.

د یوې شمېرنې پر بنسټ، پاکستان کې اوسمهال د ثبت شوو کډوالو شمېر ۱،۵ ميليونه دی. خو د غير راجسټر کډوالو شمېر يو ميليون دی.

پاکستان کې د سخت دریځۍ پړه پر افغان کډوالو

ویډیو افغان کډوال وايي د تورخم له شخړې وروسته پرې فشار زيات شوی

ملګرو ملتونو هم تر دې وړاندې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت خپله اندېښنه څرګنده کړې.

Image caption ښاغلی حسین د بي بي سي عادل شاه زیب سره مرکه کې د پښتونخوا او قبایلي سیمو پر حالاتو هم وغږېد.

ښاغلي حسین د بي بي سي د عادل شاهزیب د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا اوس هم عوامي نشنل ګوند د پښتنو د یووالې پر خپلې پخوانۍ تګلارې ولاړ دی وویل، قومونه پولو ته اړتیا نه لري او کرښې یې نشي سره بېلولی.

ښاغلي حسین زیاته کړه د افغانانو په شان ډېر قومونه نور شته چې په څو هېوادونو کې اوسېږي خو نوم یې یو دی، او د پاکستان پښتانه هم افغانان دي.

ویډیو پاکستان کې د افغان کډوالو حال

پېښور- ۲۱۰۰ افغان کډوال هېواد ته شړل شوي

اړونده مطالب