سرتاج عزیز: د ولسمشر غني خبرې د افسوس خو د درک وړ دي

سرتاج عزیز د انځور حقوق Getty Images
Image caption سرتاج عزیز وویل "موږ پوهېږو، دا چې ولسمشر اشرف غني په یوه مخالف هېواد کې دغه وینا کوله، هغه څه یې ویل چې نورو یې اورېدل غوښتل."

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي هند کې د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

د لیندۍ پر ۱۴مه د افغانستان په اړه د اسیا زړه غونډې شپږمه ناسته چي د هند په امرېتسر کې ولسمشر محمد اشرف غني هم په کې ګډون کړی ؤ ویې ویل، پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد "له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي."

مودي- هند به په هر ډگر کې افغانستان سره ودريږي

پاکستان: افغانستان کې د سولې لپاره تل رول لوبولو ته تیار یو

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، تېر کال افغانستان د نړۍ په کچه ډېر ملکي او پوځي تلفات لرل چې مخنیوی یې شونی ؤ. "دا د منلو وړ نه ده. کېدای شي مخه یې ونیول شي."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
غني: پاکستان دې ترهګري وځپي

د امرېتسر غونډې کې له ګډون وروسته، سرتاج عزیز خپل هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته یوې خبرې غونډې ته وویل، د هند رسني د لشکر طیبه، جیش محمد او د حقاني شبکې په یادولو غواړي پر پاکستان فشار راولي.

د کنفرانس اعلامیې ته په کتو د ټي ټي پي (د پاکستان د طالبانو تحریک)، جماعت الاحرار او د پاکستان ضد نورو ډلو یادونه هم شوې.

د ښاغلي عزیز په وینا تېرو دریو کلونو کې پاکستان تر ټولې نړۍ ډېرې هڅې کړي چې ترهګري له منځه یوسې. ده وویل هند سره د کړکېچنو اړیکو سره سره غونډه کې د ګډون موخه دا وه چې افغانستان سره اړیکي خرابې نشي.

'افغانستان ښايي "بلک هاک" الوتکې ترلاسه کړي'

هندوستان ټایمز: ډیلي او کابل د اسلام اباد ګوښه کولو ته لاس یو کړی

سرتاج عزیز د بېلګو په وړاندې کولو غوښتل څرګنده کړي چې ولې د ښاغلي غني خبرې ده ته د پوهېدو وړ دي. ده وویل، افغانستان کې کړکېچ ډېر شوی، وژنې زیاتې شوي، د پاکستان په پرتله د چاودنو شمېر کې هم ډېروالی راغلی دی او د مایوسۍ احساس هم شته، نو چې ډېرو شیانوته وکتل شي، د ښاغلي عزیز په وینا د هر برید پړه د پاکستان پر غاړه اچوله کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او سرتاج عزیز

ښاغلي عزیز وویل سره له دې چې کنفرانس کې د ګډون پر وخت یې د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي خو دا چې هندي چارواکو سره یې د کتو غوښتنه نه وه کړې، نو د کنفرانس په څنډو کې يې لومړي وزیر نرېندرا مودي سره کتلي.

سرتاج عزیز وویل هغه هوټل کې چې دی اوسېده، هلته چا ته اجازه نه وه چې د ده لیدو ته ورشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان ولسمشر له هند او نورې نړۍ مننه وکړه، چې هغوی په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي عزیز وویل، دې غونډې کې دا خبره په ډاګه شوه چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هلې ځلې د چا د فشار له کبله نه کوي، بلکې د خپل ملي امنیت لپاره یې کوي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو خبرو کې د اسیا زړه هېوادونو دغه ناسته په افغانستان کې د امنيت او اقتصادي پياوړتیا لپاره اړینه وبلله.

ښاغلي مودي وویل، په افغانستان کې د سولې او ټيکاو او د ترهګرو د ځپلو لپاره به له نړۍ او دافغانستان له دولت سره په ګډه کار کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي مودي په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر راوستو ټینګار وکړ.

د هند لومړي وزیر که څه هم د کوم هیواد نوم وانه خیست، خو ويې ویل، نور باید د ترهګرو د مرسته کوونکو پرضد ګام واخیستل شي. هغه زیاته کړه، ددوی تمرکز پر افغانستان او د دغه هیواد د وګړو پر خوندي ساتلو دی.

سرتاج عزیز بیا وویل ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال یې یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي چې خاوره یې د بل چا پر ضد استعمال شي، خو د ښاغلي عزیز په وینا افغان ولسمشر ته یې ویلي د پولې د څارنې لپاره نور ګامونه باید واخیستل شي او د هغو عناصرو مخه ونیوله شي چې بې ثباتي خپروي.

پاکستان او افغانستان، نامالوم راتلونکی

غږ افغانستان- هند او پاکستان ترمنځ نیابتي جګړې ډګر؟

د یوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزیز وویل "موږ پوهېږو، دا چې ولسمشر اشرف غني په یوه مخالف هېواد کې دغه وینا کوله، هغه څه یې ویل چې نورو یې اورېدل غوښتل. "

ښاغلي عزیز وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د درز زیاتولو په اړه به د هند هلې ځلې ډېر دوام ونه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ګډونوالو هېوادونو مشران