سندرغاړې معشوق سلطان له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د انځور حقوق .
Image caption معشوق سلطان له څو کلونو راهیسې شکر او تور ژېړي رنځوله.

د پښتو موسیقۍ، پښتو فلمونو، راډيو او تلوېزیون نومیالۍ سندرغاړې معشوق سلطان تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ور کړې. د اغلې سلطان کشر زوی زوار حسین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛سندرغاړې معشوق سلطان نن دوشنبه سهار وختي مهال په حق ورسېده؛.

د زوار په خبره، د معشوق سلطان د جنازې مراسم به هم نن دوشنبه ماسپښين مهال د پېښور په چوغل پوره کې ترسره کېږي او هملته به خاورو ته وسپارل شي.

۶۵کلنه سندرغاړې معشوق سلطان د سوات د مټې اوسېدونکې وه او په خپله کورنۍ کې لومړنۍ سندرغاړې وه.

اغلې سلطان پر پښتو سربېره په اردو کې هم سندرې ویلې دي.

* وتلی افغان سندرغاړی رحیم غمزده ومړ

* نوموتی ولسي سندرغاړی خیر محمد خندان ومړ

په پېښور کې د راديو پاکستان مشر، شاعر او لیکوال لایق زاده لایق د نوموړې پر مړینه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، ؛دوی پښتانه هغه قام دی، چې مړي لمانځي او پر ژوند د خپلو هنرمندانو هیڅ قدر نه کوي؛.

ښاغلي لایق د سندرغاړې معشوق سلطان مړینه د پښتو موسیقۍ لپاره ستره ضایع وګڼله او زیاتوي، تشه به يې کله هم ډکه نه شي.

د انځور حقوق .
Image caption معشوق سلطان د پښتو فلمونو لپاره هم ډېرې سندرې ویلې دي.

نومیالۍ سندرغاړې معشوق سلطان له تېرو څو کلونو راهیسې د شکر او تور ژېړي په رنځ اخته وه او څو کاله کېږي، چې سندرې ویل يې پرې ايښي و.

نوموړې په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په هر ګوټ کې په لکونو مینه وال لري، خو تر ټولو زیات مینه وال يې د پښتو فلمونو د سندرو دي هغې لسګونو پښتو فلمونو ته سندرې زمزمه کړې دي.

اغلې سلطان په دې وروستیو کې له ځينو ځايي رسنیو سره په مرکو کې له واکمنو ناهيلي ښوولې، چې ګواکې هیڅوک يې پوښتنه نه کوي.

په پښتونخوا او افغانستان کې تر ډېره سندرغاړې تر هغه نازول کېږي، چې سندرې وايي، خو چې زاړه شي نو د ټولو هېر شي.