بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو تلفات ډېر شوي دي

د انځور حقوق .
Image caption د کورنیو چارو ایالتي وزارت په خبره پر پوځ د روان کال اوږدو کې ۴۴ بریدونه شوي

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پروسږ کال د امنیتي ځواکونو ۶۲ کسان وژل شوي وو، خو سږ کال دغه شمېر د دسمبر تر ۱۵ مې ۱۵۳ کسانو ته لوړ شوی دی.

د دغه ایالت کورنیو چارو وزارت په وینا د روان کال اوږد کې پر پولیسو ۲۳ بریدونه شوي چې ۱۱۱ پولیس په کې وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي. پروسږ کال ۳۲ بریدونو کې ۳۶ پولیس وژل شوي وو او ۲۰ ټپیان شوي وو.

د لیویز نومي امنیتي ځواک د تېر کال ۱۰ بریدونو پرتله سږ کال ۱۱ بریدونه شوي دي، چې په کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶ ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو ایالتي وزارت په خبره پر پوځ د روان کال اوږدو کې ۴۴ بریدونه شوي، چې پایله کې یې ۳۱ پوځیان په کې وژل شوي ۹۴ ټپیان شوي دي. تېر کال ۷۲ بریدونو کې ۲۳ پوځیان په کې وژل شوي وو او ۸۲ ټپیان شوي وو.

د سږ کال اوږدو کې د پولیسو پر روزنیز مرکز یوه برید کې چې د اکتوبر په ۲۵ نېټه وشو ۶۵ پولیس وژل شوي وو.

دغه راز په ایالت کې د فرقه ییز تاوتریخوالي دوو بریدونو کې ۶ کسان ووژل شوو او تېر کال د ۲۰ بریدونو پایله کې ۴۴ کسان وژل شوي وو او ۳۲ نور ټپیان وو.

د تاوتریخوالي نورو ۹۳ پېښو کې ۷۹ کسان ووژل شوو ۲۰۳ نور ټپیان شوو. د تېر کال اوږدو کې ۸۱ پېښې شوې وې، چې ۶۰ کسان په کې وژل شوي وو او ۱۵۲ نور په کې ټپیان شوي وو.

بلوڅ مشر: چین دې بلوچستان کې خپلې پروژې ودروي

"پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي"

د کورنیو چارو وزارت په وینا تېر کال د چاودنو ۲۷۶ پېښې شوې وې، خو وايي سږ کال ۱۲۸ بمي چاودنې شوې.

دغه راز تېر کال د توغندیو ۱۵۲ پېښې رامنځته شوې وې، خو سږ کال ۱۸ پېښې شوې دي. د چارواکو په وینا پروسږ کال د برېښنا، اورګاډي او ګازو پر تجهیزاتو ۶۸ بریدونه شوي وو، خو سږ کال د دغو بریدونو شمېر ۱۲ ته ټیټ شوی دی.