روان کال د بلوچستان ځانمرګو بريدونو کې زياتوالی راغلی

د انځور حقوق AFP
Image caption درې ځانمرګو بريدګرو د اکتوبر پر ۲۵ د پوليسو د روزنې په کالج بريد وکړ

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ۲۰۱۵ کال پرتله روان کال نه دا چې په ځانمرګو بريدونو کې زياتوالی راغلی بلکې په دې موده کې د مرګژوبلې شمېر هم ډېر شوی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو ادارې د شمېرو له مخې، ۲۰۱۵ کال بلوچستان کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي وو چې ۱۱ تنه په کې وژل شوي او ۱۲ تنه نور په کې ټپيان شوي وو.

د دې پرتله ۲۰۱۶ کال کې شپږ ځانمرګي بريدونه وشول، له ۲۰۰ زياتو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری يې پوليس او وکيلان وو.

بلوچستان: د شاه نوراني زيارت چاودنه کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي

په کوټه کې وير او کاربنديز

کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید

د بلوچستان د کورنيو چارو حکومتي ادارې له خوا د خپاره شوي راپور له مخې د روان کال د اکټوبر تر ۱۵ پورې څلور ځانمرګي بريدونه شوي وو چې ۱۰۲ تنه په کې وژل شوي او ۱۸۷ تنه نور ټپيان شوي وو.

په دغو بريدنو کې تر ټولو لوی د اګست پر اتمه د کوټې سول روغتون کې وشو چې د ۵۵ وکيلانو په ګډون له ۶۵ ډېر کسان په کې ووژل شول او ۱۰۵ تنه نور په کې ټپيان شول.

پر وکيلانو له دغه بريد وروسته د اکټوبر پر ۲۵ نېټه درې بريدګرو د پوليسو د روزنې پر کالج بريد وکړ، په دغه بريد کې ۶۵ پوليس ووژل شول او له ۱۱۰ زيات په کې ټپيان شول.

د نومبر پر ۱۳ نېټه خضدار سيمه کې د شاه نوراني پر مزار بريد وشو چې له ۴۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او له ۱۰۰ زيات په کې ټپيان شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption بلوچستان کې د ځانمرګو بريدونو لړۍ د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف د حکومت پر مهال په ۲۰۰۳ کال کې پيل شوه.

د ځانمرګو بريدونو او د مرګژوبلې د زياتوالي په اړه د بلوچستان حکومت وياند انوار الحق کاکړ وويل "موږ د جګړې په سيمه کې يوو، دلته داسې قوتونه شته چې نه غواړي موږ قوي وو، له دې امله د بلوچستان بريدونو کې زياتوالی راغلی دی."

بلوچستان کې د ځانمرګو بريدونو لړۍ د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف د حکومت پر مهال په ۲۰۰۳ کال کې پيل شوه.

د کورنيو چارو د ادارې له مخې، د ۲۰۰۷ کال دریو ځانمرګو بريدونو کې ۲۲ تنه، د ۲۰۱۰ کال په پنځو ځانمرګو بريدونو کې ۸۸، د ۲۰۱۱ پنځو ځانمرګو بريدونو کې ۳۸، د ۲۰۱۳ کال پنځو ځانمرګو بريدونو کې ۱۷۵ او د ۲۰۱۴ کال په شپږو ځانمرګو بريدونو کې ۶۳ تنه ووژل.

اړونده مطالب

ورته مطالب