د پښتونخوا چارواکو د نرښځو لپاره ۲۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې

Image caption ایجړاګان له حکومت غواړي چې په حکومتي ادارو کې هم کار ور کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د ايجړاګانو د خير ښيګړې لپاره دوه سوه میلیونه (شل کروړه) روپۍ ځانګړې کړې.

دغه حکومت نرښځو ته د روزګار ور کولو لپاره هم د يوې پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ.

په مرکزي ښار پېښور کې د ايجړاګانو په اړه له يوې غونډې وروسته د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار مشتاق غني خبريالانو ته وويل چې يوې صوبې(ایالت) هم تر اوسه د نرښځو د ستونزو پر اوارولو فکر نه دی کړی دی.

* 'د شریعت له مخې د نر ښځو نکاح روا ده'

* بونیر کې د نرښځو پر نڅا او سندرو بندیز لګېدلی

د هغه په خبره، د ايجړاګانو د ستونزو اوارولو لپاره حکومت يوه کميټه جوړه کړې او دې کميټې له حکومت غوښتي چې د نرښځو لپاره يوه پاليسي جوړه کړي.

: "مونږ غواړو ايجړاګان چې په څلورلارو کې د پيسو لپاره سوال کوي، دوی له څلورلارو لرې او د احترام وړ کار جوګه کړو. د داسې پاليسۍ پر جوړولو کار هم روان دی. غواړو تعليمي ادارو ته یې راولو، هنر او مسلک ور زده کړو".

د غونډې يو ګډونوال مفتي شوکت الله خټک بي بي سي ته وويل، نر ښځي هم د الله پیداوښت (مخلوق) دی او ټولنه ورته بايد د نورو خلکو په رنګ درناوی وکړي: "حکومت ته پکار دي چې د ايجړاګانو په اړه پاليسي جوړولو کې د چټکۍ نه کار وا نه خلي بلکې د علماو په ګډون د ژوند د مختلف ډګرونو اړوند کسانو سره له سلا مشورې وروسته يوه پاليسي جوړه کړي. داسې پاليسي به ګټوره هم وي".

Image caption ځايي چارواکي وايي، په پاکستان کې له پښتونخوا پرته په بل ایالت کې د نرښځو د ستونزو د حل لپاره کومه هڅه تراوسه نه ده شوې.

د غونډې بل ګډونوال او د خيبر پښتونخوا د انساني حقونو د ادارې مشر سيد محمد ثقلين بي بي سي ته وويل، د پاکستان او په نړيوال قانون کې د نرښځو ځانګړې يادونه نشته: " په دغو قوانینو کې د نر، ماشوم، ميرمن او د پيشه يا مسلک يادګيرنه شته خو د نرښځو يادونه نشته. هم دغه وجه ده چې ایجړاګان له ستونزو سره مخامخ دي".

د ثقلين په خبره، حکومت ته پکار دي چې لومړی د ایجړا ګانو په اړه پاليسي او وروسته قانون جوړ کړي چې د دوی ستونزې حل شي.

* پښتونخوا کې د وسلو پېر او پلور

* پېښور کې کتاب پلورنځي په بندېدو دي

په پيښور کې د ايجړاګانو د اتحاديې يوې مشرې فرزانه بي بي سي ته وويل، صوبايي حکومت خو د دوی لپاره د پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ خو د دوی باور به هغه وخت وشي چې دغه پاليسي جوړه شي.

نوموړې له حکومت نه وغوښتل چې دوی ته د کورونو د جوړولو انتظام وکړي او په حکومتې ادارو کې کار هم ور کړي.

Image caption یو مفتي وايي، ایجړاګان هم د خدای د نورو انسانانو په څېر پیداوښت دی او باید درناوی یې وشي.

د پاکستان د ننه او په نړيواله کچه د نرښځو په اړه د قانون د نشتوالي له کبله نرښځي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

څو مياشتې وړاندې د سعودي عربستان حکومت د پاکستان په ایجړاګانو د عمرې کولو بنديز هم ولګاوه، چې له امله یې نرښځي سخت مايوس شول.

د پاکستان حکومت ويلي، چې د ایجړاګانو د عمرې کولو مسله به له سعودي عربستان سره را پورته کړي.