د پښتونخوا چارواکو د نرښځو لپاره ۲۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړې

  • رحمان الله بي بي سي
  • پېښور
د عکس تشریح،

ایجړاګان له حکومت غواړي چې په حکومتي ادارو کې هم کار ور کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د ايجړاګانو د خير ښيګړې لپاره دوه سوه میلیونه (شل کروړه) روپۍ ځانګړې کړې.

دغه حکومت نرښځو ته د روزګار ور کولو لپاره هم د يوې پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ.

په مرکزي ښار پېښور کې د ايجړاګانو په اړه له يوې غونډې وروسته د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار مشتاق غني خبريالانو ته وويل چې يوې صوبې(ایالت) هم تر اوسه د نرښځو د ستونزو پر اوارولو فکر نه دی کړی دی.

د هغه په خبره، د ايجړاګانو د ستونزو اوارولو لپاره حکومت يوه کميټه جوړه کړې او دې کميټې له حکومت غوښتي چې د نرښځو لپاره يوه پاليسي جوړه کړي.

: "مونږ غواړو ايجړاګان چې په څلورلارو کې د پيسو لپاره سوال کوي، دوی له څلورلارو لرې او د احترام وړ کار جوګه کړو. د داسې پاليسۍ پر جوړولو کار هم روان دی. غواړو تعليمي ادارو ته یې راولو، هنر او مسلک ور زده کړو".

د غونډې يو ګډونوال مفتي شوکت الله خټک بي بي سي ته وويل، نر ښځي هم د الله پیداوښت (مخلوق) دی او ټولنه ورته بايد د نورو خلکو په رنګ درناوی وکړي: "حکومت ته پکار دي چې د ايجړاګانو په اړه پاليسي جوړولو کې د چټکۍ نه کار وا نه خلي بلکې د علماو په ګډون د ژوند د مختلف ډګرونو اړوند کسانو سره له سلا مشورې وروسته يوه پاليسي جوړه کړي. داسې پاليسي به ګټوره هم وي".

د عکس تشریح،

ځايي چارواکي وايي، په پاکستان کې له پښتونخوا پرته په بل ایالت کې د نرښځو د ستونزو د حل لپاره کومه هڅه تراوسه نه ده شوې.

د غونډې بل ګډونوال او د خيبر پښتونخوا د انساني حقونو د ادارې مشر سيد محمد ثقلين بي بي سي ته وويل، د پاکستان او په نړيوال قانون کې د نرښځو ځانګړې يادونه نشته: " په دغو قوانینو کې د نر، ماشوم، ميرمن او د پيشه يا مسلک يادګيرنه شته خو د نرښځو يادونه نشته. هم دغه وجه ده چې ایجړاګان له ستونزو سره مخامخ دي".

د ثقلين په خبره، حکومت ته پکار دي چې لومړی د ایجړا ګانو په اړه پاليسي او وروسته قانون جوړ کړي چې د دوی ستونزې حل شي.

په پيښور کې د ايجړاګانو د اتحاديې يوې مشرې فرزانه بي بي سي ته وويل، صوبايي حکومت خو د دوی لپاره د پاليسۍ جوړولو اعلان وکړ خو د دوی باور به هغه وخت وشي چې دغه پاليسي جوړه شي.

نوموړې له حکومت نه وغوښتل چې دوی ته د کورونو د جوړولو انتظام وکړي او په حکومتې ادارو کې کار هم ور کړي.

د عکس تشریح،

یو مفتي وايي، ایجړاګان هم د خدای د نورو انسانانو په څېر پیداوښت دی او باید درناوی یې وشي.

د پاکستان د ننه او په نړيواله کچه د نرښځو په اړه د قانون د نشتوالي له کبله نرښځي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

څو مياشتې وړاندې د سعودي عربستان حکومت د پاکستان په ایجړاګانو د عمرې کولو بنديز هم ولګاوه، چې له امله یې نرښځي سخت مايوس شول.

د پاکستان حکومت ويلي، چې د ایجړاګانو د عمرې کولو مسله به له سعودي عربستان سره را پورته کړي.