چمن کې د دوو سرتېرو په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله

د انځور حقوق Matiullahachakzai
Image caption چمن له کندهار ولایت سره په ګاونډ کې پروت دی.

د پاکستان د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې د نامعلومو وسلوالو په برید کې یو امنیتی سرتېری او یو لارونی وژل شوي دي.

په چمن کې یوه امنیتي چارواکي ویلی، په دغه برید کې یو سرتېری ټپي شوی هم دی.

چارواکي دا هم وایي، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې یو وسلوال په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

تراوسه د دې پېښې انګېزه معلومه شوې نه ده.

* 'چمن کې د پاکستان بیرغ وسوځول شو'

* د چمن او بولدک ترمنځ دروازه پرانیستل شوه

په دېره بګټي کې هم وسلوالو د سړک جوړونې شرکت پر کارګرو د درنو وسلو برید کړی، خو تراوسه یې د سر او مال د زیان په هکله معلومات نشته.

د بلوچستان په دېره بګټي کې له دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي.