کوټه سپینو واورو تکه سپينه کړې

واوره د انځور حقوق EPA
Image caption د کوټې په ګډون د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د جمعې له ورځې واورې پېل شوې

د کوټې په ګډون د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو سیمو کې د جمعې له ورځې واورې پېل شوې او په ځینو سیمو کې لاهم دوام لري.

له کوټې سره د سږني ژمي لومړنۍ واورې په چمن، زیارت، لورالايي، پښين، مستونګ او ژوب سیمو کې شوې، چې ورسره د یادو سیمو وګړي نه یوازې خوشاله شوي، بلکې سيل ځایونه ته يې هم مخه کړې ده.

توکيو کې ۵۴ کاله وروسته واوره شوې

له سرینګره تر استانبوله واوره

یو امریکایی هلک واوره کې ژوندی ښخ شو

د بلوچستان په ځينو سيمو کې له تېرې څه مودې راهیسې وچکالي وه، اوس د یادو سیمو وګړي هیله من دي، چې له دغو واورو سره به تر يوې اندازې د دوی په سیمو کې د وچکالۍ مخه ونیول شي.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، که څه هم له دې واورو سره یخ زیات شوی، خو خلک بیا هم واورو ته ډېر زیات ځکه خوشال دي، چې وايي، له ډېر وخت وروسته دومره زیاتې واورې شوې او ورسره به وچکالي ختمه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم له دې واورو سره یخ زیات شوی، خو خلک بیا هم واورو ته ډېر زیات ځکه خوشال دي، چې وايي، له ډېر وخت وروسته دومره زیاتې واورې شوې او ورسره به وچکالي ختمه شي

د کوټې په ګډون د بلوچستان ډېری پښتون مېشتې سیمې له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې وچکالۍ ځپلې او ان بڼوالو خو يې د همدې وچکالۍ له امله د مېوو ولاړ باغونه له بېخه ایستلي دي.

د دغه ایالت په خانوزی، کلاسیف الله، کچلاغ او پښين سیمو کې ډېری داسې باغونه شته، چې د وچکالۍ له امله ایستل شوي دي.

دغو واورو د بلوچستان ایالت په ډېری سیمو کې لويې لارې بندې کړې دي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption واورو د بلوچستان ایالت په ډېری سیمو کې لويې لارې بندې کړې دي

بلې خوا ته د پښتونخوا په چترال سیمه لواري تونل هم واورو بند کړی، چې له امله يې تر همدې تونل تلونکي او راتلونکې لارې بندې شوې دي، خو د دغه هېواد پوځ رسنیو په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی سرتېري د بلوچستان او پښتونخوا په ټولو بندو لارو باندې ځای پر ځای شوي، چې له بند پاتې مساپرو سره مرسته وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب