''د قبایلي سیمو وروسته پاتې والي یو لامل 'ایف سي ار' دی''

د قبایلي سیمو چارو کارپوهان وايي، د دغو سیمو د وروسته پاتې والي یو لامل په دغو سیمو کې تر اوسه د ایف سي ار په نوم قانون دی، چې د انګریز له مهاله پاتې دی.

د پېښور پوهنتون د قبايلي څېړنې مرکز لخوا د قبايلې سيمو ' د اقتصادي فرصتونو او ننګونو ' په اړه جوړ شوي دوې ورځني کنفرانس ته په ويناوو کې کارپوهانو وويل، قبايلي سيمې پریمانه طبیعي زېرمې لري، خو په وینا یې تېرو ۷۰ کلونو کې ورته يوه حکومت هم توجه نه ده کړې.

د پېښور پوهنتون پروفیسور حسين شهید وايي، په خیبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو شاملول به د قبايلي سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره لومړی ګام وي.

'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'

جمرود کې ۱۱۰ لرغوني ځایونه موندل شوي

هغه زياتوي د قبايلي سیمو اوسېدونکي اوس پر دې پوهيدلي چې د هېواد د نورو برخو په څېر اقتصادي او سياسي پرمختګ د دوی هم حق دی.

د هغه په وینا د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې شامليدو سره به خيبر پښتونخوا يوه لویه صوبه شي او له مرکز نه به ورته ډېرې ګټې رسېږي، د خيبر پښتونخوا پوله به بيا د تورخم سره لګېږې، چې ورسره به دافغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو تګ راتګ ډېر شي او د ډېورنډ کرښې ستونزه به هم حل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي د سیمې سوداګري اغېزمنه شوې ده

د خيبر پښتونخواد کورونیو چارو پخوانی سکرتر او د پوليسو اوسنی مرستيال مشر سيد اختر علي شاه وايي، سوله او اقتصادي پرمختګ له يو بل سره تړلي دي. نوموړی زياتوي، اوس چې په قبايلي سيموکې د وسلوالو مرکزونه له منځه وړل شوي، دلته به اقتصادي پرمختګ هم راشي.

د پېښور پوهنتون يوې محصلې رخسار ګوهر بي بي سي ته وويل، يوازې افغانستان نه، بلکې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته قبايلي سيمه تر ټولو لنډه لار ده. نوموړې زياتوي پر پوله د کنټرول نظام پکاردی، خو وايي لارې باید و نه تړل شي.

نوموړې وايي، پر پوله د کنټرول نظام د وسلوالو د مخه ډب کولو لپاره ښه دی، خو حکومت باید سوداګرۍ ته هم پام وکړي.

کانفرنس ته ویناوو کې کارپوهانو ويلي، قبايلي سيمو کې د تل پاتې سولې لپاره باید هلته خلکو ته د روغتیا، کاروبار، زده کړو او نورې بنسټیزو اسانتیاوې چمتو شي.