د کوټې اوونۍ: کوټې وال د ملېشه ځواکونو له پوستو سر ټکوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کوټې اوونۍ: کوټې وال د ملېشه ځواکونو له پوستو سر ټکوي

د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې د پاکستان ملېشه ځواکونو په سلګونو پوستې د دې لپاره جوړې کړې، چې د دغه ښار امنيت خوندي وساتي. دا ځواکونه هره ورځ پر همدې پوستو ځکه خلک تالاشي کوي، چې ښار ته کوم وسله وال را نشي، خو کوټې وال ورڅخه سر ټکوي.

د کوټې اوونۍ په درشل کې بي بي سي په دغه ښار کې له یو شمېر ښاریانو سره پر همدې پوستو خبرې وکړې، ځينو يې د کوټې ښار اوسنیو حالاتو ته په پام سره وویل، له همدې پوستو د خونديتوب احساس کوي. خو اکثريت وګړیو دغه پوستې او د ملېشه ځواکونو رول زیاتوب وباله او ويې ویل، دا پوستې یوازې د دوی د ځورولو لپاره دي.

د عبدالکریم په نامه یوه ځوان له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "وسلوال دوی ته ښه معلوم دي او دا پوستې د دې لپاره نه دي، چې ګواکې وسلوال ونیسي، بلکې د کوټې اولس د ځورولو لپاره جوړې شوې دي ".

د انځور حقوق KNN
Image caption په کوټه کې یو ملېشه سرتېری پر یوې پوستې ولاړ دی

یوازې ولسي وګړي داسې نظر نه لري، بلکې د پاکستان په مشرانو جرګه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی سناتور عثمان کاکړ هم ورته نظر لري او وايي، "پر همدې پوستو ملېشه ځواکونه له ولس سره زیاتوب کوي ".

ښاغلی کاکړ چې دا وخت يې ګوند په بلوچستان ایالت کې په واک کې دی، ورڅخه مې وپوښتل، آیا ایالتي حکومت د دې پر ضد غږ نه دی پورته کړی؟ وايي، بیا بیا د اولس د همدې ځورېدو او ملېشه ځواک پر ضد د دوی ایالتي حکومت او ګوند احتجاج کړی، خو ځواکونه يې هیڅ پروا نه لري.

په کوټه کې وير او کاربنديز

کوټه له واورو سره څنګه ښکاري

پاکستاني امنیتي ادارو کوټه کې ځینې افغان طالب مشران "نیولي"

عثمان کاکړ له بي بي سي سره په مرکه کې زیاته کړه، پر دغو پوستو ملېشه ځواکونه نه ځوان پېژني، نه ماشوم، نه سپين ږیری او نه هم زنانه، بلکې ټول ځوروي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عثمان کاکړ وايي د کوټې پر حالاتو خلک ډېر په تنګ دي

بي بي سي په کوټه کې پر همدې د بلوچستان د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بوګټي څخه وپوښتل، چې ولې ولس ځورول کېږي او که د دې پوستو موخه د ترهګرۍ د پېښو مخنیوی کول وي، نو له دې سلګونو پوستو سره سره بیا هم ولې د ترهګرۍ پېښې کېږي؟

یاد وزیر يې په ځواب کې وویل، ولس، د مدني ټولنو غړي او رسنۍ باید پر امنيتي ځواکونو داسې نیوکې ونه کړي، ځکه چې د ده په خبره ملېشه ځواکونه، پولیس او نورې امنيتي ادارې یوازې او یوازې د ولس د خوندیتوب او د کوټې ښار امنيت ساتلو لپاره دي.

د انځور حقوق KNN
Image caption د کوټې باچا خان څلورلاره

کوټه- ۳۲۸ ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

طالبانو په کوټه کې پر پاکستاني پولیسو بمي برید کړی