د کوټې اوونۍ: بلوچستان کې افغان کډوال ولې وطن ته نه ستنېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان کډوال د وطن پر لور

د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې مېشت افغان کډوال وايي، ډېری له دې وجې بېرته وطن ته نه ستنېږي، چې هلته سرپنا نه لري او مځکې يې نورو خلکو غصب کړې دي. دا کډوال زیاتوي، که افغان دولت یا ملګري ملتونه ورته په وطن کې سرپنا ورکړي، په شپه به کډه شي.

کوټې وال د ملېشه ځواکونو له پوستو سر ټکوي

کوټه له واورو سره څنګه ښکاري

بي بي سي د کوټې اوونۍ په درشل کې یوه ورځ د پښين په سرانانو کمپ کې تېره کړه، په دغه کمپ کې اکثره کډوال وايي، "که خپلې مځکې له غاصبانو خلاصې شي او هغه کډوال چې په وطن کې سرپنا نه لري، ورته سرپنا ورکړل شي دوی به ډېر ژر خپل وطن ته ستانه شي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې وروستیو کې له خیبرپښتونخوا څخه په زرګونو کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه شوي، خو په بلوچستان کې د کډوالو د بېرته ستنېدو کيسه سړه ده.

نه یوازې د سرانانو کمپ کډوال بلکې د دغې صوبې په نورو سیمو کې هم اکثره کډوال ورته شکایت کوي، چې وايي، یا خو يې مځکې غصب شوې او یا بیا هېڅ هم نه لري.

ظاهر پښتون د دغه کمپ یو ځوان فعال وايي، د دوی مځکې غصب شوې، نوموړی وايي، "خپلې مځکې يې د نورو په لاس کې وي، نو څه ډول خپل وطن ته ستون شي او که ستون شي، نو چېرته به اوسېږي."

په دې وروستیو کې له خیبرپښتونخوا څخه په زرګونو کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه شوي، خو په بلوچستان کې د کډوالو د بېرته ستنېدو کيسه سړه ده.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویانده دنیا اسلم خان وايي، په تېر ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د بلوچستان پرتله له پښتونخوا ډېر کډوال بېرته ستانه شوي. اغلې دنیا يې یو لامل په پښتونخوا کې د کډوالو زیاتوالی ښيي.

ورته مطالب