افغان کډوال د وطن پر لور
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان کډوال نه غواړي له بلوچستان کډه شي

يوه کال کې د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو له دوو سوو زرو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو بلوچستان کې مېشت یې بيا وايي نه ستنېږي، ځکه هلته نه کور لري او نه مځکې.

تېر کال له پاکستانه په لسګونو زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ په خبره د دوی ډېر له خیبرپښتونخوا ایالته تللي دي. له بلوچستانه يوازې ٢٣ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي وو. دوی وايي خپل ټاټوبي کې يې کورونه او مځکې زورواکانو نيولي دي .

خدای نور ناصر له کوټې د راپورونو لړۍ کې نن د پښين له يوه پنډغالي د افغان کډوالو حال راکوي.