د کوټې اوونۍ: د کوټې خواړه!

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کوټه کې ځانګړي خواړه لکه روش او کډي کباب څنګه جوړېږي

غوښه لاهم د کوټې والو د زړه د خوښې خواړه دي، خو د خوړلو لپاره يې له غوښو تیار شوي، درې ډوله خواړه مشهور دي. په دغه ښار کې د پښتنو له روش او کډي کباب سره سره د بلوڅو سجي نومي خواړه مشهور دي.

د دغه ایالت په پښتون مېشتو سیمو کې د روش او کډي کباب خواړه ډېر مینه وال لري، خو په بلوڅ مېشتو سیمو کې يې بیا د سجي په نامه خواړه مشهور دي.

د سرانانو روش!!! د ګلاب په نامه یوه کس په سرانانو سیمه کې ۷۰ کاله وړاندې د روش رسټورانټ جوړ کړی و، اوس هم شته، خو د ګلاب لمسی اوس دلته روشونه پخوي.

دغه ځوان عبدالستار نومېږي، وايي؛ دوی روش ته له مالګې پرته هېڅ بل شی نه اچوي او د څاروي په وازګو کې يې پخوي. په همدې هوټل کې د خدای داد په نامه یوه تن روش خوړلو، ورڅخه ومې وپوښتل، ولې روش خورې؟

ځواب يې و:

'د روش خو نوم لا خوند کوي '.

خدای داد زیاتوي، په پښتون مېشتو سیمو کې په ودونو او د خوشالۍ له نورو میلمستیاوو سره، سره اوس ان ددوی په خیراتونو کې هم دوی روشونه چمتو کوي.

د انځور حقوق KNN

په بلوڅو کې بیا سجي مشهور خواړه دي. د بلوڅو سپين ږيري وايي، د سجي پخول يې له نیکونو دود دی او سجي ته د ښکاریانو خواړه هم وايي. دا ځکه چې ددوی په خبره پخوا چې د پخلن لپاره د اوس غوندې اسانتیاوې نه وې، د څارویو او مرغانو غوښې به يې د اور په غاړه ښوولې او په تاو به يې پخوولې. وروسته يې همدې ته د سجي نوم ورکړ. د کوټې مشهور سجي پخوونکی خیر محمد يې د پخولو هنر داسې بیانوي.

' لومړی پر غوښو مالګه ولګوو او د مالګې تر لګېدو وروسته يې نژدې یو ساعت ږدو، چې سمه مالګه واخلي. وروسته يې بیا دا غوښه په سيخ پېيو، اور ته يې نژدې لګوو او په تاو يې پخوو. خو په سوکه او لږ اور يې پخوو، چې غوښه سمه پخه شي او خوند يې هم وي '.

له دې سره سره په پښتون مېشتو سیمو کې کډي کباب هم مشهور دي، چې په کډي 'ژوره ځمکه 'کې اور بلوي، سکاره يې پاته کېږي او بیا د همدې سکرو پر سر روغ پسه ځړوي او د کباب غوندې يې پخوي، کډي کباب يې بولي.

اړونده مطالب