''په خوست کې تری تم شوی امریکايی خبریال دې خوشی شي''

د انځور حقوق RSF
Image caption ۷۴ کلن پال اوربای له خوسته وزیرستان ته پر لاره تری تم شوی دی.

د بې پولې خبریالانو اتحاديې د تری تم شوي امریکايي خبریال د راخوشي کېدو غوښتنه کړې.

د دغې ټولنې له خوا بي بي سي ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي، له پال اوربای سره وروستۍ اړيکه د ۲۰۱۴ کال مې میاشت کې په خوست کې نیول شوې وه.

د بې پولې خبریالانو د اتحاديې په خبره، پال اوربای شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې هغه مهال تری تم شو، چې وزیرستان ته پر لاره و او پلان يې لاره چې هلته به د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني سره د خپل نوي کتاب "طالبان او د افغانستان جګړې" لپاره مرکه وکړي.

'اسلامي دولت' د یوه بل امریکایي خبریال 'سر غوڅ کړی'

جاپان: طالبانو جاپانی خبریال خوشی کړ

د اتحاديې په خبره، پال اوربای یو ازاد لیکوال او د افغانستان او پاکستان څېړونکی و او ښاغلی اوربای د "سپېڅلې وينې" په نامه د کتاب لیکوال هم دی، چې د افغانستان په ناامنۍ يې کښلی دی.

د څلور اویا کلن پال اوربای کورنۍ د ۲۰۱۴م کال له مې میاشتې راهیسې د هغه په لټون کې ده او غوښتنه یې دا ده چې که يې څوک په تړاو کوم معلومات ورسره شریک کړي.

تراوسه د دغه امریکايي خبریال د تښتولو ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې او نه هم له ۲۰۱۴م عیسوي کال راهیسې کومې ډلې دده په تړاو کوم معلومات ورکړي دي.