بلوچستان کي سخت باران ۱۷ کسان وژلي دي

د انځور حقوق EPA
Image caption د چتونو غورځېدو له امله ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۷ کسانو ته پورته شو.

په کوټه کې د طبیعي پېښو ضد ایالتي اداره وایي، دا کسان تر ډېره د کوټو د چتونو د غورځېدلو له امله وژل شوي دي.

ورښت پر کوټه سربېره، په شېرواني، مستونګ، چمن او نورو سیمو کې دا مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، په دغو سیمو کې ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

* د کوټې ځانګړې خواړه، روش او کډي کباب

* افغان کډوال نه غواړي له بلوچستان کډه شي

له باران وروسته د سختې یخنۍ څپه راغلې چې خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، تر اوسه چا ور سره مرسته نه ده کړې.

خو د طبیعي پېښو ضد اداره وايي، د زیانمنو د مرستې لپاره یې خېمې، کمپلې او نور اړتیا وړ توکي استولي چې په نږدې وخت کې به پر ووېشل شي.