"مقدساتو ته د سپکاوي قانون ډېره سزا مسلمانانو ته رسېږي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان د نړیوالو دا نیوکه پر ځای نه بولي چې ګویا له دغه قانون لږکي اغېزمن دي.

د پاکستان حکومت د نړیوالې ټولنې دا نیوکه سمه نه بولي، چې په دغه هيواد کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون له ناسم کارولو سره لږکي په نښه کېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار په وينا، د دغه قانون لاندې ډېره سزا مسلمانانو ته ورکړل شوې ده.

نوموړي په ملي اسمبلۍ کې د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې په ایالتونو کې ټیکاو راوستل د صوبايې حکومتونو کار دی او د دوی د شمېرو له مخې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې زياتې سزاګانې مسلمانانو ته ورکړل شوې دي.

* د دوو لارو ترمنځ څلورکلن ستونزمن سفر

* پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

هغه د سند ايالت لخوا مرکزي حکومت ته د ور کړو شميرو يادونه وکړه، چې له مخې یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې په ۱۲۹ پيښو کې ۹۹ یا ۷۶ سلنه سزا ګانې مسلمانانو ته ور کړی شوې دي.

د چودهري نثار په خبره، که دې شمېرو ته پام وشي نو دا خبره سمه نه ده چې پاکستان کې اسلامې مقدساتو ته د سپکاوي قانون لږکي اغېزمن کړي.

" د خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونو شمېرې ښيي چې په دغو صوبو کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي کومه پيښه مخې ته نه ده راغلې او نه هم له پوليسو سره داسې کوم راپور ثبت شوی دی".

د انځور حقوق f
Image caption د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د دې قانون لاندې ۷۶ سلنه په سزا رسېدلي کسان مسلمانان دي.

بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت وايي داسې ګامونه به پورته کړي چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون د ناسم کارولو مخه ونيول شي.

د يوې غير دولتي موسسې چارواکې عنيقه ماريا بي بي سي ته ويلي، دا خبره سمه ده چې اسلامې مقدساتو ته د سپکاوي قانون لاندې زياتې سزاګانې مسلمانانو ته ورکړل شوې خو د دغه قانون ناسم کارول زياتره د لږکيو خلاف کېږي.

" په ډېرو سيمو کې داسې پيښې اکثره راپور کېږې هم نه، له ۱۹۸۷ کال راهیسې تراوسه شپته داسې تورن کسان د جرم له ثابيتيدو وړاندې وژل شوي دي".

* پاکستان 'مذهب ته په سپکاوي تورنه نجلۍ' پرېښوده

* پاکستان کې د پوهنتون څانګې نوم پر سر ناندرۍ

د کورنيو چارو وزارت په بلوچستان او پنجاب ايالتونو کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د پيښو معلومات نه دي ور کړي، خو د ژوند د ټولو لپاره (لايف فار ال) نومې يوه غير دولتي موسسه وايي، له ۱۹۸۶ کال راهیسې تر اوسه پر ۱۰۵۸ کسانو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تورونه لګول شوي چې په دغو کې احمد يان، مسلمانان، عيسويان او هندوان شامل دي.

د دې موسسې يوه چارواکي رضوان پال بي بي سي ته وويل، چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي ۸۰ پېښې د پنجاب په اتو ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

نوموړی زياتوي، مقدساتو ته د سپکاوي په تور اته ديرش ۳۸ کسان چې پکې احمديان، مسلمانان، عسيويان او هندوان شامل دي له محکمې پرته وژل شوي دي.

په ورته مهال په مشرانو جرګه کې د انساني حقونو جرګه ګۍ اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي قانون د کار دود پر سمون سلا شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان مشرانو جرګه په دغه قانون کې په بدلون راوستلو سلا شوې.

اړونده مطالب