پېښور کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی، اته کسان ژوبل دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption چاودنه د ګومان سیمې د دواوزی تاڼې په حدودو کې شوې ده.

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي، د ملېشه ځواکونو پر کاروان برید شوی چې له امله یې د درې سرتېرو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.

د پولیسو یو مشر سجاد خان بي بي سي ته ویلي، چې دا پېښه د سې شنبې په سهار د پېښور ښار څېرمه ناګومان سیمه کې د دواود زی تاڼې په حدودو کې شوې ده.

د هغه په خبره، د ملېشه ځواکونو کاروان له مومند ایجنسۍ د پېښور په لور روان و چې له دې پېښې سره مخ شو.

هغه زیاتوي، په ټپیانو کې درې سرتېري او پنځه ولسي وګړي دي.

* ''د پېښور هندوان خپل مړي خاورو ته سپاري''

* پېښور کې کتاب پلورنځي ولې په کمېدو دي؟

امنیتي سرچینې وايي، چې ټپیان په پېښور ښار کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دوی دا هم وايي، دا چاودنه د چارسدې، مومند ایجنسۍ او پېښور پولو سره نږدې شوې ده.