چترال کې واورې ښویېدلو ۱۳ کسان ووژل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ژغورونکي د ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي.

د پښتونخوا په چترال ولسوالۍ کې چارواکي وايي، د واورې ښویېدلو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او څو نور ورک دي.

په چترال کې یوه پوځي چارواکي نظام الدین شاه له اې پي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، ژغورونکو تراوسه له کنډوالو د ۱۳ کسانو مړي اېستلي.

د هغه په خبره، د پېښې ځای ته ژغورډله( د ژغورونکو ډله) رسېدلې او د ورکو کسانو د موندلو او ژغورلو هڅې کوي.

* د پښتونخوا چترال کې سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

* د چترال لواري تونل ۱۱ کاله وروسته هم بشپړ نه دی

په چترال کې ځايي چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې د یکشنبې په شپه د چترال په ګرم چشمه سیمه کې دا پېښه شوې ده.

د واورې ښویېدلو له امله پنځه کورونه هم وران شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر پښتونخوا سربېره د پاکستان په نورو سړو سیمو کې هم واوره شوې ده.

ځايي خلک وايي، چې په دغه کلي کې نږدې ۲۵ کورونه شته، خو له واورې ښویېدلو مخکې ۲۰ کورنۍ خوندي سیمو ته تلللې دي، مګر پنځه کورنۍ لا هم پاتې وې او واورې لاندې کړې دي.

په سیمه کې چارواکي وايي، په چترال کې لا هم واوره ورېږي.

له دې مخکې هم په چترال کې سخت ورښت او سېلاب ځینې کسان وژلي وو.

پر پښتونخوا سربېره د بلوچستان په ځینې سیمو کې هم واوره شوې، خو د مرګ ژوبلې رپوټ یې نشته.

اړونده مطالب

ورته مطالب