پېښور کې د قاضي پر موټر ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق Getty Images

د پېښور پولیس وايي، ددغه ښار په حیات اباد سیمه کې چاودنه شوې او مرستندويه ډلې یادې سیمې ته رسېدلې دي.

د پېښور د پولیسو یوه مشر سجاد خان بي بي سي ته ویلي، د حیات اباد برید پر موټر سایکل یوه سپاره ځانمرګي بریدګر کړی، چې د ملکي قاضي اصف جدون حکمتي موټر یې پکې په نښه کړی دی.

دی وايي، په برید کې د موټر چلوونکی وژل شوي او درې مېرمنې ټپیانې شوې دي.

ځايي رسنۍ وايي، دا چاودنه له حیات ميډيکل کمپلیکس سره څېرمه شوې او امنيتي سرتېرو سیمه کلابنده کړې ده.

د مومندو ایجنسۍ ځانمرګي برید کې پنځه کسان وژل شوي

د ځينو سرچینو په خبره په دغه چاودنه کې یو سرکاري موټر په نخښه شوی دی.

خو دا لاهم څرګنده نه ده، چې په دې موټر کې څوک و.

ددغه برید مسؤولیت د "تحریک طالبان پاکستان" اورپکې ډلې منلی دی.

دغې ډلې ادعا کړې، چې په موټر کې تر ۲۰ ډېر سپاره قاضیان او وکیلان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ددغې ډلې یوه ویاند محمد خراساني ویلي، ځکه یې دغه کسان په نښه کړي، چې د دوی د بندیانو دوسیې یې تر اعدامېدو پورې سختې کړې دي.

د چارشنبې په ورځ، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د مومندو په غلنۍ سیمه کې هم په یوه ځانمرګي برید کې د دریو پاکستاني سرتېرو په شمول پنځه تنه وژل شوي دي. د پوځ په خبره یو بل ځانمرګی د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ددغه برید مسؤولیت د "تحریک طالبان پاکستان" اورپکې ډلې منلی دی.

وړمه ورځ د پاکستان په لاهور او کوټه کې هم چاودنې شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب