سرفراز بګټي: د بلوچستان مدرسو کې د افغان طالبانو کره شمېر معلوم نه دی
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر وايي د ایالت مدرسو کې د افغان طالبانو کره شمېر ورته معلوم نه دی
د پاکستان بلوچستان ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي ویلي، د بلوچستان دیني مدرسو کې افغان طالبان زده کړې کوي.
له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي، چې د بلوچستان دیني مدرسو کې بهرني طالبان په زده کړو بوخت دی.
د نوموړي په وینا د دغو بهرنیو طالبانو شمېر لږ دی او افغانان دي.
د کورنیو چارو وزیر په خبره دوی ته د هغو طالبانو کره شمېر معلوم نه دی، چې د بلوچستان مدرسو کې زده کړې کوي، خو په وینا په دغو مدرسو کې پر زده کړو د بوختو ټولو افغان ماشومانو نومونه ثبت شوي دي.
بلوچستان کې د کمپنو تر څنګ یو شمېر افغان کډوال په کلیو او ښارونو کې هم ژوند کوي.
د بلوچستان په لورالايي، پشین، عبدالله کلا، پنجپای او چاغي سیمو کې افغان کډوال مېشت دي.
په هغو سیمو کې چې افغان کډوال مېشت دي، لوی شمېر مدرسې هم شته.
د کورنیو چارو له وزیر نه پوښتنه وشوه، چې دوی د داسې مدرسو په اړه معلومات لري، چې چارې یې د افغان کډوالو له لوري پر مخ بیول کېږي، نوموړي وویل، چې دوی داسې کوم معلومات نه لري.