د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې بېرته تړل شوې دي

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
چمن
د عکس تشریح،

پاکستان له دې مخکې د دوو ورځو لپاره د ایسارو کسانو اوښتو لپاره دروازې پرانیستې

پاکستاني چارواکو د تورخم په ګډون له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې یو ځل بیا تړلې دي. له دې مخکې تر دوو ورځو پورې دغه لاري یوازې د ایسارو کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې وې.

خو دې سره هم د تړلو دروازو دواړو خواوو ته ګڼ خلک د دروازو پرانیستل کېدو په تمه ناست لیدل کېږي.

پاکستان له دې مخکې د دوو ورځو لپاره د ایسارو کسانو اوښتو لپاره دروازې پرانیستې، خو په سوداګریزو توکو بارو لاریو ته یې د تګ اجازه ور نه کړه، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د دغو دروازو تړل کېدو له کبله ایسار پاتې دي.

یو لارۍ چلوونکی مسکین خان وايي مخکې به یې کور ته پېسې استولې، خو په خبره یې اوس د لارو تړل کېدو له کبله اوس د خپل لګښت لپاره له کوره پېسې غواړي.

بل لور ته لارۍ چلوونکي دا هم وايي، چې په دغو ایسارو ولاړو ګاډو کې خوراکي توکي بار دي، چې په وینا یې اوس یې ډېره برخه خراب شوي دي او وايي دا هم معلومه نه ده، چې دغه زیان به د چا پر غاړه وي.

پاکستان نژدې درې اونۍ مخکې په سند کې د لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې، چې ورسره د ډېورنډ کرښې اوږدو کې د انسانانو تګ راتګ تر څنګ سوداګري هم په ټپه درېدلې.