د قبايلي سيمو د سمونونو پر سر ناندرۍ

د پاکستان قومي اسمبلۍ کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو، صوبايي اداره کې د قبايلي سيمو د ورګډولو پر ځينو ټکو نيوکې کړې او ځينو يې دا لا له قبايلو وګړو سره له چل او تېر ايستنې سره برابره چاره بللې ده.

د پاکستان فدرالي حکومت څه د پاسه يوه مياشت مخکې قبايلي سيمو کې پر اصلاحاتو او سمونونو بنسټيزه سلا کړې وه. رفعت الله اورکزي خپل راپور کې د وړانديزونو او اندېښنو ارزونه کړې ده.