یوه ملا د مشال جنازه نه کوله، بل يې پر ضد نعتونه غږول

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
مشال خان

د عکس سرچینه، EPA

د مشال خان کلیوال وايي، د مفتي فضل امین په نامه ددې کلي یوه ملا د مشال د جنازې له لمانځه انکار وکړ او ان نور ملایان يې هم له دې منع کول، چې د مشال خان د جنازې لمونځ دې نه کوي.

د مشال د کلیوالو په خبره، وروسته بیا هغه مهال چې د مشال د جنازې مراسم ترسره کېدل، د هغه له کور سره څېرمه یوه بل ملا په زوره زوره نعتونه غږول، چې وايي موخه يې د مشال کورنۍ او خپلوانو ته دا پيغام ورکاوه، چې دوی د هغه په مرګ خوشاله دي.

بي بي سي هڅه وکړه، چې له یادو دواړو ملایانو سره تماس ونیسي او همدا نیوکې يې مخې ته کښېږدي، خو بریالي نه شوو.

د پښتونخوا د مردان ولسوالۍ په عبدالولي خان پوهنتون کې د تېرې جمعې په ورځ ګڼو محصلینو د مشال خان په نامه یو زده کوونکی اسلام ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو وژلی و.

د پښتونخوا پولیسو نن یکشنبه ویلي، تراوسه يې په دغه پېښه کې ککړ پنځلس کسان نیولي او ډېری نور هغه کسان به هم ونیسي، چې په بېل بېل وډيوګانو کې ښکاري، چې دغه ځوان په وهلو ډبولو وژني.

د پولیسو په خبره مشال خان لومړی په سینه کې څلور مرمۍ ويشتل شوی، وروسته يې له دویمې پوړۍ راغورځولی او بیا يې په وهلو ډبولو وژلی دی.

د دغه وژل شوي ځوان ځينو کلیوالو د نوم نه خپرولو په شرط له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، تر اوسه لاهم په کلي کې سخت امنيتي تدابیر نیول شوي او د مشال خان پر قبر لاهم له څلورو تر پنځو پورې پولیس سرتېري شپه او ورځ ولاړ وي.

د همدې ولسوالۍ یوه ځايي خبریال بیا بي بي سي ته وویل، له دې سره چې د مشال په کلیوالو کې وېره شته خو پرون شنبه ددغه کلي ګڼو مېرمنو او نارینه و د مشال د وژنې ضد کوڅو راووتل او د وژونکو ضد يې شعارونه ورکړل.

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح،

د وژل شوي زده کوونکي پلار: مشال به تل د علم او پوهې خبرې کولې

دین ته سپکاوی په پاکستان کې هغه تور دی، چې د تورن کس په حق کې يې څوک غږ نه شي پورته کولی، خو د ډېرو په اند دغه تور اکثره وخت د خپلو شخصي دوښمنیو لپاره کارول کېږي. د ځينو سرچینو له مخې له ۱۹۹۰ عیسوي کال راهیسې په همدې تور د ۶۵ په شاوخوا کې کسان وژل شوي.

د پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي، تراوسه يې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه ځوان مشال خان په رښتيا دین ته سپکاوی کړی.