چترال: پسرلني جشن کې د ښځو پر ګډون بندیز

  • رفعت الله اورکزی
  • بي بي سي پېښور
چترال

د عکس سرچینه، Gul Hamaad Farooqi

د عکس تشریح،

د اپریل پر ۲۰ نېټه سیمه کې د قاقلشت په نامه څلور ورځنۍ مېله پیلېږي

د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې یوه ځايي چارواکي هغې مېلې ته د ښځو پر ورتګ بندیز اعلان کړی، چې د اپریل پر ۲۰ نېټه به د څلورو ورځو لپاره پیلېږي.

دغه اعلان د مستوج تحصیل ناظم مولانا محمد یوسف له لوري رسنیو ته یوه لېږل شوې اعلامیه کې شوی دی. ناظم محمد یوسف د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، د بر چترال په بوني سیمه کې به د اپریل له ۲۰ نېټې د قاقلشت په نامه پسرلنی جشن وي، چې په کې د ښځو پر ګډون بشپړ بندیز لګول شوی دی.

تحصیل ناظم محمد یوسف له بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې، چې دغه بندیز د سیمې له ځايي چارواکو او مخورو سره له مشورې وروسته لګول شوی دی.

د نوموړي په وینا دوی ته څو ورځې مخکې ویل شوي، چې د غیر دولتي ټولنو یو شمېر ښځې غواړي دغه جشن کې ګډون وکړي او له همدې کبله دوی د بندیز پرېکړه کړې.

د نوموړي په خبره په قاقلشت جشن کې له وړاندې د ښځو پر ګډون بندیز لګېدلی، ځکه په وینا یې په سیمه کې یو ډول مذهبي چاپیرل دی او دوی نه غواړي دغه چاپیریال کې کوم ډول ګډوډي رامنځته شي یا د ښځو د ګډون له کبله د کوم ډول بربنډوالي یا بې لارۍ تاثر رامنځته شي.

نوموړي ویلي بندیز د سیمې پر ښځو او دغه راز له بهره پر راتلونکو سیلاني مېرمنو لګول شوی دی.

محمد یوسف وايي، تېر کال دغه جشن کې له نورو سیمو راغلیو یو شمېر ښځو دغه جشن کې ګډون کړی و او داسې کالي یې اغوستي وو، چې د سیمې خلک یې مناسب نه بولي او له همدې کبله سږ کال پرې بندیز لګول شوی دی.

په دې اړه مو د چترال سیمه ییزو چارواکو د دریځ معلومولو هڅه وکړه، خو له هغوی سره په خبرو بریالي نه شوو.

چترال کې یوه ځايي خبریال ګل حماد فاروقي ویلي، د بندیز پلي کېدو لپاره د تحصیل ناظم له لوري د سیمې تاریخ کې لومړي ځل جوماتونو او تعلیمي ادارو ته یو لیک استول شوی او په کې غوښتنه شوې، چې ښځو ته دغه جشن کې د ګډون اجازه ور نه کړي.

نوموړي ویلي، قاقلشت یو سیمه ییز جشن دی، چې هر کال د پسرلي په موسم کې د سیمې یوه پراخ ډګر کې لمانځل کېږي.

دغه جشن له چتراله نژدې ۷۰ کیلومتره لرې بوني سیمه کې لمانځل کېږي، چې معمولاً په کې د سیمه ییزو لوبو تر څنګ کرېکټ، فوټبال او والي بال لوبې تر سره کېږي.