بلوچستان کې وسلوالو ۳ پاکستاني پوځیان ووژل او ۳ ټپیان کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption بلوچستان کې سږ کال پر امنیتي ځواکونو څو بریدونه شوي دي.

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې د وسلوال برید له امله د پاکستان درې پوځیان ووژل شول او درې ټپیان شول.

په دغه برید کې یو ډګروال وژل شوی او بل ټپی دی.

کوټه کې حکومتي سرچینې وايي، دا پېښه د واشک په مرغاب کور( سیمه) کې شوې ده. د بلوچستان واشک له ایران سره پوله لري.

* د بلوچستان ترينګلی حال

* بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې مرګژوبله اوښتې

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه خپل مرکز ته د ستنېدلو پر مهال د ناڅرګندو وسلوالو له برید سره مخ شول.

په ورته مهال د پاکستان د لومړي وزارت له دفتر خپره شوې بیانیه کې دغه برید غندل شوی دی.

په بیان کې د شاهد خاقان عباسي له خولې له د امنیتي ځواکونو پر مرګ ژوبله خواشیني ښودل شوې ده.

لومړي وزیر عباسي پر ځايي اداره غږ کړی چې د ټپیانو ښه درملنه وکړي.

د انځور حقوق EPA
Image caption بلوچستان کې پر پوځیانو سربېره پر پولیسو او ملېشه ځواکونه هم بریدونه کېږي.

د بلوچستان سر وزیر(اعلی وزیر) نواب ثنا الله زهري او د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي هم په مرغاب کور کې پر امنیتي ځواکونو برید غندلی دی.

د دوی په خبره، د سولې دوښمنان د خپلو شومو موخو لپاره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دغه چارواکي وايي، دوی به دغه وسلوال د قانون منګولو ته وسپاري.