د قبایلي سیمو پر برخلیک ټول ګوندیز کنفرانس

ټول ګوندیز کنفرانس

د پښتنو ملتپال عوامي نېشنل ګوند د قبايلي سیمو پر برخلیک ټول ګوندیز کنفرانس رابللی، چې پکې لومړی ځل هغو سیاستوالو هم ګډون وکړ، چې د قبایلي سیمو له پښتونخوا سره د ګډون مخالف دي.

دغه ټول ګوندیز کنفرانس په خپله اعلاميه کې غوښتنه وکړه، چې قبایلي سیمې دي په خیبر پښتونخوا ایالت کې ورګډې کړل شي، خو پر دغه اعلاميې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان لاسلیکونه ونه کړل.

دغه دواړه سیاستوال او ګوندونه يې د دغه ګډون مخالف دي.

د عوامي نېشنل ګوند په شمول پر دغې اعلاميې د قامي وطن ګوند، پاکستان پيپلز ګوند، جماعت اسلامي، نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند او متحده قامي غورځنګ سیاستوالو لاسلیکونه کړي او ټول د قبایلي سیمو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ګډون پلوي دي.

"پښتونخوا ته د قبایلو د ور ګډولو کلیمه په مسوده کې نشته"

قبایلي سیمې: د پاکستان سرشمېرنه نه منو

قبایلو پاکستاني حکومت ته له وسلو سپارلو انکار وکړ

افغانستان ملگرو ملتونو ته "د قبايلي سيمو په تړاو شکايت کړى"

د پاکستان واکمنو په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې وه، چې دغې کمېټې بیا وروسته وویل، د قبایلي سیمو ډېری وګړيو غوښتل، چې د دوی سیمې دي له خیبرپښتونخوا ایالت سره یوځای کړل شي.

دغه ټول ګوندیز کنفرانس چې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په مشرۍ کې شوی، په خپله وینا کې يې وویل، د قبایلي سیمو له پښتونخوا سره په ګډون پر ډېورنډکرښه هېڅ اغیز نه کېږي او نه یوازې د قبایلي سیمو بلکې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو به هم په پښتونخوا کې د ګډون هڅې کوي.

مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزی دواړه د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون مخالف دي، خو دوی په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ او له ګډونوالو سره يې خپل نظرونه شریک کړل.

یاد دواړه سیاستوال وايي، د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې ګډون یوه حساسه موضوع ده او باید تر کومې پرېکړې مخکې ورباندې له ټولو لوریو سره بحث وشي.

د انځور حقوق .

دې کنفرانس ته د پيپلز ګوند سیاستوال فرحت الله بابر په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې باید د پاکستان واکمن ژر تر ژره قبایلي سیمې په پښتونخوا ایالت کې ور ګډې کړي، ځکه چې د ده په خبره داسې نښې نښانې شته، چې د راولپنډۍ واکمن د اسلام اباد پر ځای د قبایلي سیمو واک په خپلو لاسونو کې اخیستل غواړي.

په پاکستان کې تر ډېره د اسلام اباد واکمني ولسي حکومت ته او د راولپنډۍ واکمني د دغه هیواد د پوځ واکمنۍ ته د اشارې لپاره کارېږي. په دې ټول ګوندیز کنفرانس کې د بلوچستان ایالت بلوڅو ملتپالو سیاستوالو هم ګډون درلود، چې هغوی هم د قبایلي سیمو په پښتونخوا کې د ګډون پلوي وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب