د خیبر درې ۹۹ کلن پښتون د هند د مشر ګاندي لیدل یادوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند د ازادۍ مشر مهاتما ګاندي له خپلو ملګرو سره پر ۱۸۳۸ کال له افغان- هند پولې سره.

"کله چې ګاندي ووژل شو، موږ ووېرېدلو، خو چې لږ وروسته خبر شوو، وژونکی یې هندو دی، مسلمان نه دی، نو د ارام سا مو واخیسته".

دا د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ د تیرا درې د اوسېدونکي سعید سلام خبره ده چې له وېش وروسته ممبيي(بمبيي) کې و.

د هغه په خبره، پر ۱۹۴۷ کال چې د هند د وېش خبره وشوه، نو په ښار کې ګډوډي شوه، خو هلته مېشتو پښتنو ته چا څه ونه ویل.

* د هند وېش: ترهګرۍ ځپلي پښتانه

* د هند وېش: پښتانه ولې لاهم مزدوران دي؟

سعید سلام هم د نورو زرګونو پښتنو په څېر د روزګار لپاره هند ته تللی و.

"زما عمر ۹۹ کاله دی، په بمبيي کې مې ۳۵ کلونه تېر کړل، له وېش وروسته هم درې نیم کاله هلته وم".

د ګاندي لیدل

سعید سلام
Image caption سعید سلام ۳۵ کاله ممبيي کې تېر کړي دي.

د نالوستۍ او بې هنرۍ له وجې دا ډول ډېری پښتانه د هند مختلفو ښارونو کې څوکیدران او یا یې ورځ مزدوري کوله.

هغه وايي، مهاتما ګاندي یې ډېر نږدې لیدلی و: "ګاندي ډېر نری و، زموږ په څېر تلو".

* د هند او پاکستان وېش،۷۰ کاله

* کور د کرښې دې خوا او پټی هغې خوا ته

له وېش وروسته ډېرو پښتنو د هند وګړتوب ترلاسه کړ او د هغه ځای کلتور کې ور ګډ شول.

سعید سلام وايي، ممبيي کې ډېرې ژبې چلېدلې او په دوی کې ده یواځې مرهټي زده کړې وه.

د ممبيي تېر یادونه

Image caption ۹۹ کلن سعید سلام د تیراه درې دی.

سعید سلام وايي، پر ۱۹۶۵ کال چې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه وه، دی ممبيي کې و او د نورو ډېرو پاکستانیان په څېر ونیول شو.

خو بیا هم سعید سلام په ممبيي کې تېر هېر یادونه په ښو یادوي. وايي.

د هغه په خبره، د ممبيي خلک نرم مزاج لري او له پښتنو سره ډېر ښه چلند کوي.