لاهور کې د نواز شریف د څوکۍ د ګټلو لپاره ټاکنې روانې دي
د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د قومي اسمبلۍ یا پارلمان د اېن اې ۱۲۰ حوزه کې د منځمهالو ټاکنو لپاره له تیاري وروسته خلک رایه ور کوي.
کله چې سترې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف ناوړ وباله، ور سره د هغه د پارلمان څوکۍ هم تشه شوه.
د دې څوکۍ لپاره ۳۲ خپلواک او د سیاسي ډلو ۱۲ نوماند ولاړ دي.
د واکمن مسلېم لیګ نواز ډلې له خوا د نواز شریف مېرمن کلثوم نواز، د خلکو ګوند فیصل میر او د تحریک انصاف ګوند ډاکټر یاسمین راشد برخه اخلي.
د لاهور په دې ټاکنیزه حوزه کې څو پخوانۍ سیمې راځي او خلک وايي، د ۲۰۱۳ کال په څېر به بیا هم ریښتونې مقابله د نواز شریف او د هغه د سیال عمران خان د ګوند ترمنځ وي.
ډاکټر یاسمین راشد په تېرو ټاکنو کې هم نومانده وه، خو د نواز شریف په مقابل کې یې ۵۱ زره رایې ګتلې وې.
پوځ د ټاکنو امنیت نیولی دی.
د پاکستان دولتي راډیو د ټاکنو کمېسون د چارواکو له خولې وايي، په دغه حوزه کې د ټولو رایه ور کوونکو شمېر درې لکو ۲۱ زرو ۷۸۰ ته رسېږي.
په دې ضمني ټاکنو کې د رایې ۲۲۰ مرکزونه جوړ شوي دي، چې ۱۰۳ د نارینه، ۹۸ د مېرمنو او ۱۹ هم ګډ دي.
د ټاکنو د امنیت لپاره پوځ ګومارل شوی دی.